تازه خبرونه
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راپدیخوا ۴۰۰ ملکي وګړي وژل شوي – راپور

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې په ډاګه کړې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راپدیخوا څه نا څه ۴۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د راپور له مخې؛ د دغو ځاني زیانونو ۸۰ سلنه د داعش لخوا رامنځته شوې ده.
رویټرز د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو دا راپور د تېر کال له اګست څخه د روان کال د فبروري تر پایه چمتو شوی دی.
د راپور له مخې؛ د داعش په بریدونو کې ۳۹۷ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د راپور له مخې په دې موده کې له ۵۰ ډېر کسان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پر تور وژل شوي دي.
دا د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو لومړنی راپور دی.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت تر دې دمه د دغه راپور په اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
د پیسو د چاپ پر تخنیکي هوکړې کار روان دی- د افغانستان بانک

د افغانستان بانک چارواکو ويلي؛ د نویو بانک نوټونو د چاپ لپاره د یو شمېر هېوادونو او د پیسو د چاپ له دفترونو سره تخنیکي هوکړې ته رسېدلي دي.
د افغانستان بانک مسوولینو د دولتي چارواکو د حساب ورکولو په بهیر کې په ډاګه کړې؛ د افغانۍ د ارزښت د ثبات ساتل، د سوداګریزو بانکونو د فعالیتونو ساتل او دوام، د بانکي خدمتونو وړاندې کول، د بهرنیو راکړو ورکړو آسانتیاوې او د نویو سیستمونو رامنځته کول په تېر کال کې د افغانستان بانک لاسته راوړنې دي.
د افغانستان بانک مشر عبدالقاهر څرګنده کړې؛ د افغانیو د ارزښت د ثبات ساتل، د سوداګریزو بانکونو د پایښت ساتل، د بانکي خدمتونو وړاندې کول، د پولو له لارې د راکړې ورکړې آسانتیا او د نویو سیستمونو رامنځته کول هغه مسایل دي، چې د افغانستان بانک په تېر کال کې ورته پاملرنه کړې ده.
د دغه بانک چارواکي وايي؛ دوی د مندرس او سولیدليو بانکنوټونه راټول او له منځه وړي او د یو شمېر هېوادونو سره د بانک نوټونو او پیسو د چاپولو تخنیکي هوکړې ته رسیدلي دي.
د افغانستان بانک ستر سلاکار لطف الحق نور پسرلی وایي: مونږ زړې پیسې راټولې او وسوځولې، مونږ د پیسو چاپولو له دفترونو او هېوادونو سره هوکړې ته ورسیدو. مونږ هیله من، چې له پلان سره سم پرمخ ولاړ شو او تاسې ته یې پایلې درکړو. مونږ د ملي ګټو پر بنسټ پرمخ ځو او خبرې کوو. هېوادونه او بانکونه له افغانستان سره مرسته کوي.
د دې بانک مسوولینو ويلي، چې د افغانستان د اسعارو د زېرمو د خلاصون لپاره له اړوند خواوو سره څو کورنۍ او بهرنۍ ناستې شوي او پر تخنیکي مسایلو یې بحثونه کړي دي.
د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې، د بانکدارۍ سکتور د ښه والي او د جرمي فعالیتونو د مخنیوي لپاره د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي قانون، د پیسو وینځلو د مخنیوي د اقداماتو تنظیم، د بانکدارۍ سکتور د ستونزې د اوارۍ لپاره د پلان مدیریت او د بانکي سکتور د بیا ژوندي کولو پلان جوړ شوی او د مالي او بانکي سکتور او د بحران د مدیریت پالیسي جوړې شوي او د عملي کیدو په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نوبل جایزې ګټونکي په ګډون له اویا يېرو اقتصادي کارپوهانو د امریکا ولسمشر جوبایدن او د دغه هېواد د خزانې وزیر جینت ییلن ته لیک استولی او د افغانستان د اسعارو د زېرمو د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.
تازه خبرونه
زه اوس هم د افغانستان ولسمشر یم

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني، چې تېر کال یې د اګست پر ۱۵ له هېواده تېښته کړې؛ په خپلې لومړۍ تلویزیوني مرکه کې وایي: د هېواد د اساسي قانون له مخې اوس هم د هېواد ولسمشر یم.
په راتلونکیو څو ورځو کې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط او له هېواده د پخواني ولسمشر اشرف غني د تېښتې یو کال پوره کېږي.
اشرف غني د جمهوري نظام له سقوط وروسته په خپله لومړنۍ تلویزیوني مرکه کې، چې له A.B.N تلویزیون سره یې کړې؛ ادعا کوي، چې د اساسي قانون له مخې اوس هم د افغانستان ولسمشر ګڼل کېږي او تر هغې، چې د هېواد وګړي په قانوني بڼه بل څوک د ولسمشر په توګه و نه ټاکي، نو پخپل ځای به پاتې وي.
هغه وایي: زه د اساسي قانو پر بنسټ ولسمشر یم او تر هغې، چې د افغانستان خلک په قانوني بڼه بل څوک ونه ټاکي؛ زه ولسمشر یم.
اشرف غني د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې له افغانستان څخه وتښتېد وايي؛ هغه وروستی کس و، چې له افغانستان څخه ووت. د هغه په خبره؛ دا کار یې، ځکه وکړ، چې د داکتر نجيب الله له برخلیک سره مخ نشي.
هغه زیاته کړې، چې له ده مخکې د ملي دفاع وزير په ګډون د کابينې ډېر غړي له افغانستان څخه تښتېدلي وه.
اشرف غني وایي: زه وروستی کس وم، چې له هېواده ووتم او دا هم د دې لپاره، چې د افغانستان د ولسمشر داکتر نجیب ترخه تجربه تکرار نشي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ د نظام په سقوط کې ټولو سیاستوالو ونډه درلوده.
هغه د ملي پخلاینې شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله د جمهوريت د ړنګېدو مسوول بولي او پر زلمی خلیلزاد هم نیوکې کوي.
نوموړی په دې اړه وایي: داکتر عبدالله د جمهوریت د نه ټینګښت مسوول دی. په ځانګړي توګه په وروستیو اووه کلونو کې. دوه یم دا، چې د افغانستان د سولې شورا مسوول وې؛ کوم ګام دې پورته کړ؛ د کاغذ پر مخ دې کومه طرحه وړاندې کړه او یا په عمل کې کله ، چې دوحې ته په ځانګړې الوتکه کې ولاړې او د اختر پر ورځ بېرته راغلې؛ ماته دې وویل، چې طالبان هیځ راز حرکت ته چمتو ندي.
د هېواد یو شمېر وګړي د اشرف غني دغه خبرې د شرم وړ بولي او وايي، چې د اوسنیو ټولو اقتصادي بدمرغیو لامل له افغانستان څخه د اشرف غني وتل دي.
د هېواد یو شمېر نور وګړي بیا وایي؛ اشرف غني د بښنې پر ځای بې ګټې خبرې وکړې، ځکه د ده تېښته د حکومت د سقوط لامل شوه، امنیتي بنسټونه له ماتې سره مخ شول او د نجونو ښوونځي اوس هم تړلي دي.
دوی د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره د ده د پرتلې په اړه وايي، هغه د یو موټي ولس ولسمشر دی او امر يې د هېواد ټول امنیتي ځواکونه مني.
دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د اشرف غني له وتلو وروسته د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانستان د اساسي قانون له مخې ځان د ولسمشرۍ مشروع سرپرست اعلان کړی دی.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د حجاب په ګډون د شریعت پلي کولو ته ژمن دی

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارسمبالي ننګرهار ته د سفر پرمهال يوې جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړې؛ د حجاب په ګډون ټول صادرشوي فرمانونه تطبيقوو او د مخنیوي په اړه به د نړیوالې ټولنې فشارونو ته تسلیم نشو.
هغه وایي؛ د نړيوالو هيڅ ډول فشار ته نه تسلیمیږي او ټول صادر شوي فرمانونه به تطبيقوي.
نوموړي له امربالمعروف له غړیو سره همکاري د ولس، ملاامامانو او ټولو مسوولينو ګډ مسووليت وباله او زياتوي، چې په تېرو شل کلونو کې فکري او فزيکي يرغل د افغان ملت راتلوونکي نسل ته سخته صدمه رسولې ده.
شیخ محمد خالد حنفي ويلي؛ په ټول هېواد او ولسواليو کې کابو ۸ زره هڅاند غړي لري، چې د اجتماعي او فردي اصلاحاتو د راوستو لپاره کار کوي.
هغه همداراز د فرمانونو تطبيق په ولسي او حکومتي کچه عام کار وباله او زياتوي، چې هيڅوک ترې مستثنا ندی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت فرمانونه تدريجي تطبيقوي او د تطبيق په برخه کې ټول مسوولين اړ دې، چې د امربالعمروف له کارکوونکیو سره همکاري وکړي.
دغه راز د غونډې ګډونوالو د تشکيل د زياتوالي، ترانسپورت او په نورو برخو کې له وزارت څخه د لازمې همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
د امربالعمروف سرپرست همداراز ويلي، چې يو شمېر بهرنۍ کړۍ هڅه کوي، چې د يو شمېر خلکو پر مټ اسلامي امارت تخريب کړي؛ خو هيڅ په لاس نه ورځي.
هغه ویلي، چې د ښځو حقوقو ته درناوی د تېرو شل کلونو پر پرتله په اسلامي امارت کې ډېر غښتلي او خوندي دي.
-
تازه خبرونه4 days ago
په ایران کې یوه افغان لس کسان پر چړې وژلي
-
تازه خبرونه3 days ago
یو افغان په نوي مکسیکو کې د ۲ مسلمانانو پر وژلو تورن شو
-
تازه خبرونه2 days ago
زه اوس هم د افغانستان ولسمشر یم
-
روغتيا3 days ago
په چین کې پر لانګیا نومي نوي ویروس ۳۵ کسان اخته شوي
-
روغتيا4 days ago
په کابل پوهنتون کې د څارویو د پوستکي پر ویروسي ناروغۍ علمي غونډه ترسره شوه
-
نړۍ4 days ago
د ایف بي آی ځواکونو مې پر کور چاپه اچولې
-
نړۍ5 days ago
چین د تایوان په شاوخوا کې پوځي روزنیزه ننداره روانه ساتلې
-
تازه خبرونه2 days ago
د نړۍ ۷۰ اقتصاد پوهانو له جوبایډنه د افغانستان د شتمنیو د آزادېدو غوښتنه کړې