تازه خبرونه

د اسلامي امارت مشرتابه له شریعت سره سم د قضایي مجازاتو سپارښتنه وکړه

Published

on

د اسلامي امارت مشرتابه د هېواد قاضیانو ته سپارښتنه کړې، چې د غلو، سړي تښتوونکیو او فتنه راپورته کوونکیو د قضیو په څېړلو کې دې شرعي حد او قصاص ته پاملرنه وشي او د غچ اخیستنې ټول شرعي شرطونه باید پلي شي.

د حدود په جزا کې د لاس او پښو قطع کول، پر دورو وهل او د مرګ او سنګسار سزا شامله ده.

دغه غونډه د شنبې پر ماښام په کندهار کې جوړه شوه.

د استيناف څارنوالۍ د يکشنبې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د استيناف څارنوالۍ مرستيال، د نظامي محکمې رييس، د کندهار والي او د سویلي زون د محاکمو يو شمېر نورو مسوولينو هم حضور درلود.

مجاهد د آخوندزاده د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د هغو کسانو قضیې، چې پر غلا، تښتونې او خیانت تورن دي باید په پوره پاملرنه وارزول شي.

د اسلامي امارت مشرتابه ملا هبة الله آخوندزاده په ډاګه کړې: تاسې د حدودو او قصاص د پلي کولو مسوولیت لرئ؛ ځکه، چې دا د شریعت حکم دی او دا زما امر او سپارښتنه ده او دا یو فرض دی.

د افغانستان اسلامي امارت د تېر کال د اګست په میاشت کې بیا د کابل واکمني خپله کړه او واک ته د رسیدو راپدیخوا یې په هېواد کې د شریعت پر پلي کولو ټینګار څرګند کړی دی.

درې میاشتې مخکې د اسلامي امارت مشرتابه ویلي وه، چې حکومت به له نړیوالې ټولنې سره د شریعت له مخې چلند کوي.

د روان کال په اګست یا زمري میاشت کې د کندهار څه باندې ۳۰۰۰ علمانو، قومي مشرانو او د اسلامي امارت چارواکو یوې لویې غونډې ته مشرتابه وویل: مونږ به له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي شریعت له مخې چلند کوو…که شریعت یې اجازه ورنکړي، له بل هېواد سره به معامله ونکړو.

د یکشنبې پر ورځ په داسې حال کې، چې پر ښځو ځانګړي بندیزونه روان ساتل شوي؛ د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل، چې اسلامي امارت له اسلامي اصولو سره سم د ښځو ټولو حقونو ته درناوی کوي.

دا خبره د افغان ښځو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري د غوښتنو او څرګندونو په غبرګون کې ویلي؛ په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر بل هر وخت خوندي دي او اسلامي امارت د دوی ټولو حقونو ته د اسلامي شریعت له مخې درناوی کوي.

بلال کریمي ویلي: اسلامي امارت د اسلام په چوکات کې د ښځو د ټولو حقونو ساتنې ته ژمن دی او ټول هغه حقوق، چې په اسلام کې دي؛ دوی به ورسره خوندي وي.

یوشمېر حقوقپوهانو ويلي: اسلامي شریعت د افغانستان د قوانینو مهمه برخه جوړوي او اسلامي ټولنه هیڅ ستونزه نه ورسره لري؛ خو ټینګار کوي، چې په کار ده د حدودو د پلي کولو لپاره عدالت او قانون په جدي توګه په پام کې ونیول شي.

ځیني کارپوهان بیا په دې باور دي، که د هېواد محکمې حدود او قصاص په عادلانه توګه عملي کړي د جرمونو کچه به راټيټه او له حکومته به د خلکو رضایت هم ډېر شي.

د اسلامي امارت مشر له دې وړاندې ټینګار کړی و، چې په افغانستان کې یوه سوچه اسلامي نظام جوړوي او د شر‎عي احکامو په برخه کې به د هېڅ بهرني هېواد لاسوهنې او فشار ته غاړه کېندي.

ویل کیږي، چې تېره اوونۍ د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تفریحی پارکونو، سپورت کلبونو او عامه حمامونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

Trending

Exit mobile version