تازه خبرونه

د اسلامي امارت مشرتابه له یو شمېر عالمانو او وزیرانو سره وکتل

Published

on

د اسلامي امارت ویاند له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د اسلامي امارت مشرتابه شیخ الحدیث هبة الله آخوندزاده د پنجشنبې پر ورځ د کندهار، کابل، کاپیسا، بغلان، فاریاب، خوست او ننګرهار ولایتونو له یو شمېر عالمانو سره وکتل.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیرانو هم حضور درلود.

غونډه د اسلامي امارت د مشرتابه پر پرانیستونکې وینا پیل شوه، چې په کې یې عالمانو او وزیرانو ته د نوي اسلامي نظام د ښه خدمت  مسوولیتونه او مکلفیتونه یاد کړل.

په دې لیدنه کې د اسلامي امارت مشرتابه د راغلي اسلامي نظام پر ښه خدمت ټینګار څرګند کړ.

نوموړي په دې لیدنه کې د د یني علم ترویجولو، د کتابونو او مقالو د لیکلو او د اسلامي شریعت د ښه تطبیق سپارښتنه وکړه.

عالمانو او حکومتي چارواکو د اسلامي نظام د ودې او پراختیا لپاره د کارنده ګامونو د پورته کولو ژمنه کړې ده.

په یاده غونډه کې هر یو پخپل وار د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او په یادو موضوعاتو یې رڼا واچوله. دغه راز یې د خلکو پر یو شمېر ستونزو خبرې وکړې او ستونزې یې هم غونډې ته وړاندې کړې.

عالمانو د فرمانونو او مقرراتو د تطبیق او د خلکو د ستونزو د حل ژمنه وکړه.

ویل کیږي، چې د دې غونډې ګډونوالو د اسلامي نظام د اصلاح او پرمختګ لپاره د ګټورو ګامونو د پورته کولو ژمنه وکړه.

Trending

Exit mobile version