تازه خبرونه
د اسلامي امارت پلاوي د قزاقستان له خرګوس بندره لیدنه وکړه
د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د شنبې پر ورځ په يوه خبرپاڼه کې له دې سفر خبر ورکړ او څرګندوي؛ خرګوس بندر د چين او قزاقستان تر منځ پر پوله پروت دی او د چين د يوه کمربند او يوې لارې لويه پروژه هم له همدې سيمې تېرېږي، چې سیمه له اروپايي وچې سره نښلوي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دغه وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي پر مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د قزاقستان له خرګوس بندر (د نړۍ تر ټولو د وچې له لوی بندر) څخه لیدنه وکړه.
د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د شنبې پر ورځ په يوه خبرپاڼه کې له دې سفر خبر ورکړ او څرګندوي؛ خرګوس بندر د چين او قزاقستان تر منځ پر پوله پروت دی او د چين د يوه کمربند او يوې لارې لويه پروژه هم له همدې سيمې تېرېږي، چې سیمه له اروپايي وچې سره نښلوي.
باید وویل شي، چې عزیزي د جمعې پر ورځ د عامه او خصوصي سکټور د استازو په ګډون د یوه پلاوي پر مشرۍ د قزاقستان پلازمېنې الماتا ته تللی دی.