Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوی اسلام‌آباد ته ورسید

خپور شوی

د

د کندهار والي ملا شیرین اخوند پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام‌آباد ته رسېدلی دی.

د دې پلاوي په جوړښت کې د ملي دفاع وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د استخباراتو مسوولین پرګوته شوي دي.

ټاکل شوې، چې دغه پلاوی سبا له پاکستانيو چارواکو سره دوه اړخیزې خبرې وکړي.

د پاکستان او افغانستان د همغږۍ شورا ګډه غونډه به هم سبا په اسلام‌آباد کې جوړه شي او افغان پلاوی به د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وګوري. ټاکل شوې، چې دغه پلاوی به د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځي چارواکو سره وګوري.

په دغو ناستو کې به د پاکستان د هغه ادعا په اړه خبرې وشي، چې د افغانستان خاورې د اورپکو له لوري کارول کېږي.

دغه راز اسلام‌آباد تمه لري، چې په افغانستان کې د حافظ ګل بهادر او نورو اورپکو د سپارلو غوښتنه وکړي.

په دې ناستو کې به د چمن په بندر کې د ویزې د وړیا ترانسپورت په اړه هم خبرې وشي.

د کابل او اسلام‌آباد اړیکې په وروستیو څو میاشتو کې د ټي ټي پي د پرله‌پسې بریدونو له کبله ترینګلې شوې دي. اوس به وګورو، چې ایا پاکستان ته د اسلامي امارت د چارواکو سفر او کابل ته د پاکستان د یوه مذهبي مشر پر مشرۍ د یوه پلاوي سفر به د اسلام‌آباد او کابل د اړیکو د ښه کېدو لامل کېدای شي او که نه؟!

تازه خبرونه

دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

Published

on

د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوه‌ویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .

هغه وایي: مونږ جګړه نه‌ غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ‌ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.

هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمه‌ییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمه‌ییزه ناسته

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۳, ۱۴۰۴

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول

د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

Published

on

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوم‌لیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!