Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړیو پرېکړې ته اړتیا لري

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۱۷, ۱۴۰۲

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي، چې د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پېنځه دایمي غړیو له پرېکړې سره تړاو لري او د دغو هېوادونو هر ډول اقدام به د دې هېواد په اړه د نړۍ د ټولو هېوادونو دریځونه اغېزمن کړي.

آصف علي دراني د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو له مرکز سره په مرکه کې ویلي: اوس‌مهال د نړۍ هیڅ هېواد چارسمبالی حکومت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی. د چارسمبالي حکومت پر رسمیت پېژندل د امنیت په شورا کې د نړۍ د پېنځو ځواکمنو هېوادونو له پرېکړې سره تړاو لري. که دغه پېنځه هېوادونه په هر ډول اقدام وکړي، د افغانستان په اړه به د ټولې نړۍ دریځ اغېزمن کړي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ پاکستان پر یوازې ځان دا کار نه‌شي کولی.

آصف علي دراني په ډاګه کړې؛ نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره تربګڼي کوي، لږ تر لږه باید پر افغان ولس، چې له فقر او اقتصادي کړکېچ سره مخ دي، رحم وکړي.

آصف علي دراني له نړیوالې ټولنې وغوښتل: که د افغانستان پر واکمنو مهربانه نه‌وي؛ لږ تر لږه دې د دغه هېواد له خلکو سره، چې له اقتصادي بحران سره مخ دي، خواخوږي وکړي.

هغه دغه راز له نړیوالو وغوښتل، چې افغانان خپل سیاسي، اقتصادي او مدني نظام جوړولو ته پریږدي؛ ځکه تېرو تجربو ښودلې، چې په دې هېواد کې لاسوهنه د نړۍ پر ګټه نه‌ده.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غواړي؛ د افغانستان چارسمبالي حکومت ته دې اجازه ورکړي، چې خپل سیاسي نظام په خپله خوښه جوړ کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي درانی وایي: افغانستان ته فرصت نه‌دی ورکړشوی، چې حکومت پخپله اداره کړي او پخپله د ځان‌بسیاینې لپاره کار وکړي. په نړۍ کې پاچاهۍ شته، دیکتاتورۍ شته؛ خو نړۍ پرې کار نه‌لري. د افغانستان په چارو کې لاسوهنه هیڅکله ګټه نه‌کوي.

نوموړي دا هم ویلي؛ افغانستان شپږ ګاونډيان لري، چې ټول يې ترې امنيتي اندېښنې لري.

د ده په وینا؛ په افغانستان کې وضعیت اوس هم آرام نه‌دی.

دغه راز د افغانستان په شمالي ګاونډ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته رسېدلی او له خپل تاجکستاني سیال سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

دوی وايي، چې دواړه هېوادونه د افغانستان په اړه ګډ دریځ لري.

د دوشنبې پر ورځ د روسیې او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه او له ترهګرۍ او نشه‎يي توکو سره مبارزه یې د دواړو هېوادونو ګډ دریځ وباله.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګي لاوروف ویلي؛ مونږ د افغانستان په اړه خبرې وکړې. مونږ په منظمه توګه نږدې محرمې مشورې کوو. مونږ په قومي او سیاسي لحاظ د ټولګډونه دولت د جوړولو په اړه ګډ دریځونه لرو. له افغانستان څخه باید ترهګري ګاونډ هېوادونو ته باید خطر جوړ نه‌کړي او د نشه يي توکو د قاچاق او غیر قانوني کډوالۍ مخه دې ونیول شي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین وایي: مونږ د افغانستان په اړه منظم تماسونه لرو؛ ځکه، چې مونږ د امنیت او ترهګرۍ په اړه ګډې اندېښنې لرو، زمونږ ګډه هیله دا ده، چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته شي، د ترهګرۍ او د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تام ویست به د افغانستان په اړه د بریتانیا او عربي متحده اماراتو له چارواکو سره د خبرو لپاره سفر پیل کړي. هغه تویت کړی، چې دی به د جون له پېنځمې تر نهمې نېټې په لندن او ابوظبي کې د افغانستان پرګډو ګټو خبرې وکړي.

تازه خبرونه

د پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول

په سلګونو لارۍ، چې انټي بیوټیک، انسولین، واکسینونه، د زړه درمل او نور تجهیزات په کې دي؛ د تورخم، چمن او نورو بندرونو په ګمرکونو او زیرمو کې بند پاتې دي.

Published

on

پاکستانيو رسنیو د صنعتي سرچینو د راپور له مخې څرګنده کړې؛ له افغانستان سره د لارو د بندېدا له کبله افغانستان ته د پاکستان د درملو صادرات بشپړ بند شوي، چې له کبله یې د دې صنعت نږدې ۲۰۰ میلیون ډالرو صادرات اوس له بشپړ زیان سره مخ شوي دي.

په سلګونو لارۍ، چې انټي بیوټیک، انسولین، واکسینونه، د زړه درمل او نور تجهیزات په کې دي؛ د تورخم، چمن او نورو بندرونو په ګمرکونو او زیرمو کې بند پاتې دي.

ځینو شرکتونو راپور ورکړی، چې د سلګونو میلیون روپیو ارزښت لرونکي توکي ځنډول شوي دي.

د پاکستان د درملو جوړونکو ټولنې استازو خبرداری ورکړی، چې دې بندېدا افغانستان او نورو سیمو ته صادرات ۱۰۰ سلنه اغېزمن کړي او شرکتونو ته یې نه جبرانېدونکي اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي.

دوی وايي، چې افغانستان د پاکستان ترټولو لوی ځمکنی سوداګریز ملګری دی او منځنۍ آسیا ته د ټرانزیټ یوه مهمه لار هم ګنل کیږي. د دې لارې بندېدا نه یوازې د درملو سوداګري اغېزمنه کړې، بلکې د سیمه‌ییز اتصال پروژه( د پاکستان-ازبکستان-افغانستان اوسپنې‌پټلۍ ) یې هم له خطر سره مخ کړې ده.

د پاکستان تولیدوونکو له حکومت غوښتنه کړې، چې د بشري دلایلو له مخې د درملو لېږد ته بېړنۍ اجازه ورکړي او اندېښنه څرګندوي؛ د تودوخې له کبله شونې ده، چې حساس درمل؛ واکسینونه او انسولین خراب شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزیر د قزاقستان له ځانګړي استازي سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت ویاند مل‌پاسوال عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې توکوموف د افغانستان او قزاقستان تر منځ د دوه‌اړخېزې سوداګرۍ، اړیکو پراخولو او اوسپنې‌پټلۍ په ګډون مهمو اقتصادي پروژو له پلي کېدا ملاتړ څرګند کړ.

Published

on

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ نن ( سې‌شنبه د لیندۍ اتلسمه) د دې وزارت وزیر سراج‌الدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره پر دوه اړخیز اړیکو خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مل‌پاسوال عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې توکوموف د افغانستان او قزاقستان تر منځ د دوه‌اړخېزې سوداګرۍ، اړیکو پراخولو او اوسپنې‌پټلۍ په ګډون مهمو اقتصادي پروژو له پلي کېدا ملاتړ څرګند کړ.

توکوموف د پولو د امنیت د پیاوړتیا، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې او د ترکمنستان له لارې د اوسپنې‌پټلۍ د جوړولو په برخو کې د همکاریو ډاډ څرګند کړ.

 

ویل کیږي، چې سراج الدین حقاني د قزاقستان د همکارۍ له هڅو د مننې تر څنګ د دواړو هېوادونو اړیکې وستایلې او دا ډاډ یې څرګند کړ، چې افغانستان د امن، سوداګرۍ او پرمختګ پر لور روان دی او له قزاقستان څخه د ښه نیت او سیمه‌ییزې همکارۍ توقع لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

چین او افغانستان د پانګه‌والو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې

په دې لیدنه کې چینايي ډیپلوماټانو په افغانستان کې د چین پانګه‌والو له ستونزو سره د مخ کېدا موضوع وړاندې کړې او د اقتصادي اړیکو د بشپړې ژورتیا غوښتنه یې کړې ده.

Published

on

د اسلامي امارت د صنعت او تجارت وزیر د چین له سفیر او تجارتي اتاشې سره د چینایي پانګه‌والو د ستونزو د حل او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې چینايي ډیپلوماټانو په افغانستان کې د چین پانګه‌والو له ستونزو سره د مخ کېدا موضوع وړاندې کړې او د اقتصادي اړیکو د بشپړې ژورتیا غوښتنه یې کړې ده.

نورالدین عزیزي د دېرو آسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې افغانستان له چینایي پانګه‌والو سره د همکاریو د پراخولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

 په دې لیدنه کې د چینایي پانګه‌والو د ستونزو د حل او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر موضوعات بحث شوی دی.

چینايي ډیپلوماټانو هغه ننګونې پر ګوته کړې، چې د چین پانګه‌والو پر وړاندې موجودې دي او د اقتصادي اړیکو د پوره پرمختګ غوښتنه یې کړې ده.

نورالدین عزیزي ویلي، چې افغانستان له چینایي پانګه‌والو سره د همکاریو د پراخولو لپاره په بشپړه توګه چمتو دی.

د صنعت او تجارت وزارت مسوولانو ویلي، چې دا ناسته به د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره ښه زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د پراخېدا پر اړتیا ټینګار کوي او وایي، چې ټول سکټوري بنسټونه په ځانګړي توګه د صنعت او تجارت وزارت باید په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د ترسره کوونکو ستونزو ته لومړیتوب ورکړي.

د خصوصي سکټور غړي زیاتوي؛ هر څومره، چې د پانګونې د جذب بهیر پراخ شي؛ همغومره به د اقتصادي ستونزو د کمېدا زمینه برابره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!