تازه خبرونه
د اسلامي نظام د استحکام لپاره کار کول جهاد دی – مولوي محمد یعقوب مجاهد
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي مولوي محمد یعقوب مجاهد د دفاع وزارت قومندانانو او مجاهدينو ته د وینا پر مهال څرګنده کړې: زمونږ ستړیاوې، قربانۍ او جهاد د دې لپاره و ، چې دا خپل وطن له کفري اشغاله آزاد او خپل اسلامي نظام اعاده کړو.
مولوي محمد یعقوب د نظام پر ساتلو ټینګار کوی او په دې اړه وایي: همدې ته مو ملا تړلې وه؛ زخمونه، اسارتونه او بندونه مو وګالل، کونډې او یتیمان راته پاتې شول او د ۲۰ کلنې مودې اهداف، چې مو غوښتل هغه لاسته راغلل؛ هم اشغال ختم شو او هم اشغالګرو پښې سپکې کړې. اوس د دې وخت دې، چې د ۲۰ کلنو قربانیو د ساتنې لپاره کاروکړو.
د دفاع وزارت چارسمبالی وایي: ګورئ! مسلمانانو همیشه د جګړې په ډګر کې بریا خپله کړې؛ خو کله، چې نظام لاسته ورځي؛ بیا نظام ورڅخه خرابیږي.
هغه ویلي؛ مکار دښمن همیشه کوښښ کړی، چې د خپلې ماتې غچ واخلي ، چې هغه ثمره بېرته د مسلمانانو لاسته ورنهشي.
نوموړي ویلي؛ دوی خپل استخبارات، امکانات او مطوعات پر کار اچوي او نفاق ته لمن وهي، چې مسلمانان له خپلو ارزښتونو بې برخې کړي.
ملامحمد یعقوب مجاهد په دې اړه وایي: مونږ شاهدان یوو، چې افغانانو د روسانو پر ضد کلونه کلونه جهاد وکړ، پاکې وینې تویې شوې؛ خو کله، چې روسي اشغالګر مات شو او مجاهدین واک ته ورسېدل؛ مونږ ولیدل، چې څه پېښ شول. مونږ باید له تاریخه پند واخلو.
نوموړي د اسلامي نظام پر ټینګښت ټینګار کړی او څرګندوي: اوس، چې مونږ او تاسې یو اسلامي نظام حاکم کړی؛ تاسې ګورئ، چې څومره دسیسې روانې دي. هغه اشغالګر، چې پر ټیټو سترګو له هېواده وتلي اوس زمونږ په مقابل کې هغه حربې کاوي، چې نظام مو ضعیفه کوي او تر سوال لاندې یې راولي. کله وایي؛ د امارت په مجاهدینو او مشرانو کې اختلافات دي او لګیا دي خیالي ډلې جوړوي، کله وایي، په افغانستان کې امنیت نشته، کله وایي، د افغانستان حکومت ټولشموله نهدی، کله وایي، په افغانستان کې داعش قوت پیدا کړی او مخه یې اسلامي امارت نیولی نهشي، کله وایي، امارت او القاعده سره نږدې دي او نړۍ ګواښي، کله وایي، اسلامي امارت له امریکایانو سره هوکړه کړې ده او یوڅه او بل څه وایي او زمونږ ذهنیتونه مغشوشوي او نیتونه راخرابوي.
د ملا محمد یعقوب مجاهد د څرګندونو له مخې ان د دوحې پر تړون د خبرو پر مهال ویل کېدل، چې اسلامي امارت له کفارو سره متحد شوي؛ خو د اسلامي امارت مشرانو انحراف ونهکړ او مجاهدین وپوهېدل؛ نو نن به یې څنګه کوي.
هنه مجاهدینو او ولسته ډاډ ورکوي او وایي: دې ټولو هڅو ته باید مونږ پاملرنه وکړو؛ تاسې ولیدل، چې د دوحې له خبرو مخکې هم ورته تبلیغات وشول؛ خو له دین او ملي ګټو سره معامله رامنځته نهشوه. اوس پر استقلال، دین او افغانیت معامله ناشونې او د نظام په مقابل کې د چلنجونو مخه نیول شوې او داسې نظام باید جوړ کړو، چې کفار او مسلمانان ورته لاس پر غاښ شي.
مجاهد وایي: اوس به ټول کار کوو او د ناخوالو د مخنیو ي لپاره به شپه او ورځ یوه کوو او دا به تر هغه وخته کوو، چې جهاد او ژوند روان دا فرض مو پر غاړه وي.
محمد یعقوب مجاهد وایي؛ کفار، چې د ځان ساتلو لپاره څه کوي؛ تاسې به یې هم کوئ. درون او الوتکې به جوړوئ؛ جهاد یوازې جنګ نهډی. اوس که څوک د جنګ لپار له هېواده بهر ځي دا جنګ دی ڼه جهاد. مونږ باید د نظام د استحکام لپاره کار وکړو او د خپلو خواهیشاتو د غوښتلو لپاره ستونزې او مشکلات جوړ نهکړو.