تازه خبرونه

د اسلامي نظام د انچ انچ خاورې ساتنه به د سر پر بدله کوو- د سرحدونو وزیر

نوموړي زیاته کړې: زه پر هغه ځوان وياړم، چې له اسلامي قلمرو څخه ساتنه کوي؛ ساتونکی یې نېکبخته او د ویاړ وړ بولم.

Published

on

د سرحدونو اقوامو او قبائلو وزیر نورالله نوري له سرحدي ساتونکو سره د لیدنې پر مهال ویلي؛ د اسلامي نظام تر قلمرو لاندې د هر انچ خاورې ساتنه پر مونږ تاسو د سر پر بدله لازمه او د دې خاورې ساتنه د اسلامي قلمرو د حدودو ساتنه ده.

نوموړي زیاته کړې: زه پر هغه ځوان وياړم، چې له اسلامي قلمرو څخه ساتنه کوي؛ ساتونکی یې نېکبخته او د ویاړ وړ بولم.

نورالله نوري وایي: تاسې ته د سرحدونو ساتنه سپارل شوې؛ دا د څلوېښت میلیون ملت امانت دی او دغه ساتنه د څلویښت کلن ځورېدلي ملت ساتنه ده، چې باید ورته پاملرنه وکړئ.

هغه ویلي، چې د سرحدونو په ساتنه کې باید هیڅ ډول غفلت ونشي او په دې توګه به مو الله پاک نصرت او ملاتړ هم کوي.

نوموړي دا هم ویلي، چې پخپل تاریخ باید ټینګ ودرېږو؛ له خپلې خاورې دفاع وکړو، رښتونی سیاست باید وکړو؛ ځکه ستاسو اخلاق د اسلامي نظام استازیتوب کوي، مونږ ستاسې د امکاناتو کتلو او اړتیاوو پوره کولو په خاطر راغلي یوو او څنګ پر څنګ درسره ولاړ یوو.

ویل کیږي، چې سرحدي ساتونکو داسې ډاډ څرګند کړ: مونږ ډاډ وړاندې کوو؛ د یو انچ نه، بلکې د یو سانتي ساتنه به هم کوو او د تېري اجازه نه‌ورکوو. دا مو هر وخت ثابته کړې هم ده.

Trending

Exit mobile version