تازه خبرونه
د اسماعیلیه شیعه ګانو رهبر کریم آغا خان د ۸۸ کلونو پر عمر مړ شو
آغا خان په ۱۹۳۶ ز. کال کې په سویس کې زېږیدلی و او په ۱۹۵۷ ز. کې د خپل پلار شاه امیر درېیم آغا خان له مړینې وروسته د اسماعیلیانو د څلورم امام په توګه معرفي شو.
د آغا خان بنسټ د خبر پاڼې له مخې؛ د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د سلواغې پر شپاړلسمه / د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د فبرورۍ پر څلورمه د اسماعیليه شیعه ګانو نههڅلوېښتم امام او د اسماعیلي مذهب څلورم آغا خان د پرتګال په لیسبون ښار کې د ۸۸ کلونو پر عمر ومړ.
آغا خان په ۱۹۳۶ ز. کال کې په سویس کې زېږیدلی و او په ۱۹۵۷ ز. کې د خپل پلار شاه امیر درېیم آغا خان له مړینې وروسته د اسماعیلیانو د څلورم امام په توګه معرفي شو.
آغا خان د آغا خان پراختیایي شبکې بنسټ ایښودونکی او رییس هم و.
دې بنسټ دا هم ویلي، چې د آغا خان ځایناستی به ډېر ژر اعلان شي.
هغه نه یوازې د یوه مذهبي مشر په توګه، بلکې د خپلو خیریه او بشردوستانه فعالیتونو لپاره هم په ټوله نړۍ کې پېژندل شوی و.
نوموړي د دینونو ترمنځ د خبرو اترو، بشري پراختیا او د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې هم فعاله ونډه لرلې ده.
هغه تل د مذهب، عقیدې یا نژاد پرته د انسانیت پر خدمت ټینګار کاوه.
څلورم آغا خان د آغا خان پراختیایي شبکې بنسټ ایښودونکی و، چې په نړۍ کې یو له لویو او اغېزمنو پرمختیایي شبکو څخه ده. دا شبکه په بېلابېلو هېوادونو کې د روغتیا، تعلیم، اقتصادي پراختیا، کلتور او چاپېریال په برخو کې پروژې پلي کوي.
د آغا خان پراختیایي شبکې او د هغې فرعي شرکتونو هم په افغانستان کې پراخ فعالیتونه درلودل.
دې شبکې په ټولیزه توګه د روغتیا، پوهنې، کلیوالي پراختیا، کوچنیو پورونو، د خصوصي سکټور پراختیا، او د تاریخي ځایونو بیارغونې او ساتنې په برخو کې کار کړی دی.
هغه د ۱۹۳۶ ز. کال د ډسمبر پر دیارلسمه د سویس په ژینیو کې زېږیدلی، یو میلیارډر سوداګر و، چې د نړۍ په ځینو بېوزلو سیمو کې یې پر میلیونونو خلکو پانګونه کړې وه.