تازه خبرونه
د اشرف غني طرحه یوازې له وخت مخکې ټاکنو ته ځانګړې نده – وحید عمر
د ولسمشر سلاکار وحید عمر د اشرف غني د سولې طرحې د غبرګونونو په ځواب کې ویلي؛ هغه له درې کلونو راپدیخوا سولې ته د رسېدو مشخصه طرحه لري، چې یوازې له وخت مخکې ټاکنو ته ځانګړې شوې نده.
نوموړي زیاته کړې؛ د ټاکنو له لارې د واک لېږد د سولې لارې د نقشې یوه مهمه برخه ده.
وحید عمر وایي: ولسمشر سولې ته د رسېدو طرحه چمتو کړې، چې د چا د طرحې د منلو او ردلو لپاره نده؛ دا سولې ته د افغانستان د حکومت د رسېدو نخچه ده.
د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود ټولګډونه حکومت د روانې ستونزې د حل ښه لاره بولي او د فرانسې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې خبرداری ورکوي، چې که د سولې بهیر ناکامیږي؛ خلک به یو ځل بیا د طالبانو پر ضد وسله راپورته کړي.
دغه راز احمد مسعود سویس ته ورته پر یو نامتمرکزه نظام ټینګار کړی او څرګندوي، چې د اشرف غني پر مشرتابه حکومت د خلکو لپاره د منلو ندی او هغه باید له واکه لرې شي.
طالبانو د قدرت د وېش او له وخت مخکې د ټاکنو طرحه رد ګړې او دا بهیرونه ناکام بولي.
طالب ویاند ذیح الله مجاهد ویلي؛ په تېرو شل کلونو کې د خلکو له رایو، غوښتنو او پوښتنو سمه او ډاډمنه ګټه نده پورته شوې او همدا لامل دی، چې دا طرحه نه مني.
په کابل کې میشت پخواني طالب سید اکبر آغا څرګنده کړې: په ټاکنو کې، چې د خلکو ونډه او هڅې تتې وې او ټول خلک په کې ونډه نشي اخیستلای؛ نو طالبان به څنګه ورته زړه ښه کړي. طالبان څه ، چې افغانان له وخت مخکې او په بیړه تر سره کېدونکې ټاکنې نه خوښوي.
این در حالی است که خبرگزاری رویترز به نقل از دو مقام ارشد حکومتی گزارش داده است که رییس جمهور طرح برگزاری انتخابات پیش از وقت را در مقابل طرح صلح امریکا آماده کرده است، اما حکومت میگوید که طرح جدید نقشه راه صلح است و در مخالفت به کدام طرح دیگری تنظیم نشده است.
دا په داسې حال کې ده، چې رویټرز د دوه لوړ پوړیو حکومتي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې ولسمشر د امریکا د سولې طرحې پر وړاندې د له وخت مخکې ټاکنو پلان چمتو کړی، چې د انقرې په ناسته کې به وړاندې شيګ خو حکومت ویلي، چې نوې طرحه د سولې د لارې طرحه ده او د کومې بلې طرحې پر وړاندې نده جوړه شوې.