تازه خبرونه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د کارمندانو د خوندیتوب غوښتونکی شو

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۳, ۱۳۹۹)

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه لیک کې له یوناما او اروپایي ټولنې غوښتي؛ پر ښکېل لوري دې فشار راوړي، چې د خبریالانو له وژلو لاس واخلي.

د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو په اړه جوړې شوې ناسته کې د افغانستان له جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي هم غواړي، چې د خبرو اترو په بل پړاو کې د خبریالانو د  موخه ییزو وژلو موضوع هم په اجنډا کې ونیسي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر ویلي؛ یوناما او اروپایي ټولنې ته مو یو لیک هم لیکلی او له دغو دواړو غواړو، چې پر ښکېل ترهګر لوري دې فشار واچوي او د خبریالانو پر وړاندې دې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.            

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له امنیتي بنسټونو هم غواړي، چې د خبریالانو پر امنیت ساتنه راوڅرخي.

د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړی حفیظ منصور هم طالبان د خبریالانو د موخه ییزو وژنو عاملین بولي او وایي؛ له شک پرته د دغو پېښو تر شا، چې خبریالان او یا عام وګړي په کې وژل کیږي د طالبانو لاس دی.  

له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا پر خبریالانو بریدونه پیل شوي، چې وروستۍ بېلګه یې د جمعې پر ماښام د غور غږ راډیو مسوول مدیر په وسلوال برید کې ووژل شو او لکه پر نورو خبریالانو، چې بریدونو شوي؛ هیچا یې مسوولیت ندی منلی.

Trending

Exit mobile version