لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن شپه د ابومسلم فراه او سرسبز یاشلر پر لوبه پیلیږي
دغه لوبه به د کابل پر وخت د شپې پر ۷:۳۰ ترسره شي او د لیګ شپږم پړاو به د لړم تر دېرشمې روان وي.
د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن(پنجشنبه، د وږي نولسمه) پیلیږي او د تېر پړاو اتلولي ګټونکی ابومسلم فراه به په پرانیستونکې لوبه کې د فاریاب له سرسبز یاشلر سره مخ شي.
دغه لوبه به د کابل پر وخت د شپې پر ۷:۳۰ ترسره شي او د لیګ شپږم پړاو به د لړم تر دېرشمې روان وي.
په دې سیالیو کې ۱۰ لوبډلې برخه لري او ټولې لوبې به په کابل کې د کوربه او مېلمه په بڼه ترسره شي.
ابومسلم فراه به د سرسبز یاشلر پر وړاندې له خپلې اتلولۍ څخه د دفاع لړۍ پیل کړي. آریانا خوست او عمر ځواک لوی شینډنډ هغه نوې لوبډلې دي، چې په دې پړاو کې له سیالیو سره یوځای شوې دي.
په دې پړاو کې نورې ګډونوالې لوبډلې دا دي:
- عینو مېنه
- آرمان افسي
- استقلال کابل
- خراسان فاریاب
- سرخپوشان خوافي
- طوفان هرات
د افغانستان د بېلابېلو سیمو مینهوال کولی شي دا پرانیستونکې لوبه د کابل پر وخت د شپې له ۷:۳۰ څخه په آریانا ټلویزیون کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه ننداره کړي.
د افغانستان د اتلانو لیګ شپږم پړاو به د لړم تر دېرشمې روان وي او لوبډلې به د اتلولۍ د ګټلو لپاره له یو بل سره ولوبیږي.