تازه خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزیر د دوبۍ له واکمن او د امریکا له استازي سره وکتل
د افغانستان د اسلامي امارت دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د سې شنبې پر ورځ د عربي متحده اماراتو له مرستیال او د دوبۍ له واکمن شیخ محمد بن راشد المکتوم سره وکتل.
دغه وزارت څرګنده کړې؛ مجاهد په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغان سوداګرو سره هم کتلي دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د سوداګریزو خدمتونو د وړاندې کولو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو خبرې وکړې.
سربیره پردې دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د سې شنبې پر ورځ په ابوظبي کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویست سره هم خبرې کړي دي.
د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر روانو حالاتو بحث اوخبرې کړي.
مجاهد د امريکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې ټولې پولې خوندي دي او د افغانستان له خاورې څخه د سيمې او نړۍ هېوادونو ته کوم ګواښ نشته.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان خاوره هیڅکله د بل هېواد پر ضد نده کارول شوې او نه به هم وکارول شي.
ده همداراز توماس ویست ته ویلي، چې نړۍ باید د افغانستان ځمکني بشپړتیا ته درناوی وکړي.
