سوداگري
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنېپټلۍ له لارې د مالونو پر لېږدولو هوکړه وشوه
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتهلسمه د ازبکستان د اوسپنېپټلۍ شرکت د مدیره پلاوي مشر ذبیحالله نارزولایوف او د افغانستان د اوسپنېپټلۍ ادارې رییس عبدالکریم فاتح ترمنځ د حیرتان په بندر کې غونډه شوې ده.
د ازبکستان د اوسپنېپټلۍ ادارې ویلي، چې افغانستان او ازبکستان د اوسپنېپټلۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د اوسپنېپټلۍ له لارې د مالونو د لېږدولو د کچې پر زیاتولو هوکړه کړې ده.
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتهلسمه د ازبکستان د اوسپنېپټلۍ شرکت د مدیره پلاوي مشر ذبیحالله نارزولایوف او د افغانستان د اوسپنېپټلۍ ادارې رییس عبدالکریم فاتح ترمنځ د حیرتان په بندر کې غونډه شوې ده.
په دې غونډه کې دواړو لوریو د اوسپنېپټلۍ اړیکو پر پراختیا، له شته ظرفیتونو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږدولو د کچې پر زیاتولو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې ویل شوي، چې سږ کال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مالونو دوهاړخیز لېږد زیاتېدا د پاملرنې وړ ده.
د شوې هوکړې له مخې؛ ټاکل شوې، چې د نایبآباد تمځای په ټاکلي وخت کې پراخ شي او له حیرتان څخه مزارشریف ته د مالونو رېلي لېږد منظم شي.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د رېلګاډو د ورځني تګ راتګ د شمېر پر زیاتولو او د اوسپنېپټلۍ په برخه کې د افغان کارکوونکو د مسلکي زدهکړو او وړتیا لوړولو لپاره د زمینې پر برابرولو هم هوکړه شوې ده.