تازه خبرونه
د افغانستان او ازبکستان د کرنې په سکټور کې به همکاري پراخه شي
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالي( سرپرست) عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمن اوف سره په تاشکند کې کتلي او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې یې د همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی.
ازبکستان د کرنې د سکټور په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته لېوالتیا څرګنده کړې او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالي( سرپرست) عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمن اوف سره په تاشکند کې کتلي او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې یې د همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی.
عطاءالله عمري د پانګونې فرصتونو ته په نغوته (اشاره) کې ډاډ ورکړی، چې افغان لوری به پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د ازبکستان د کرنې وزیر د کرنیزو توکو د تبادلې، تخمونو برابرولو او تخنیکي همکاریو ژمنه وکړه.
د ازبکستان لوري دا هم ویل، چې هېواد یې چمتو دی د کرنې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د کرنې وزارت رهبرۍ د ازبکستان د کرنې وزارت ترڅنګ د اوبو او انرژۍ وزارت له چارواکو سره هم کتلي او هغوۍ ژمنه کړې، چې د افغانستان د اوبو په مدیریت کې به پانګونه او همکاري وکړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد کاظم وایي: ((د واړو خواوو د غیر معیاري توکو د لېږد، نباتي کرنتین او حیواني روغتیا په برخو کې د همکارۍ پرېکړه کړې ده. د هېواد د کرنې وزیر په کرنه، مالدارۍ او نورو برخو کې د پانګونې پراخ فرصتونه ازبکستاني لوري ته تشریح کړل او ډاډ یې ورکړ، چې افغانستان به پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي)).
د اقتصادي چارو ځیني شنونکي هم وايي، چې له افغان لوري سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ازبکستان همکاري او پر ظرفیتونو ګډه پانګونه کولی شي د کرنې او مالدرۍ سکټور د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي. ازبکستان ډېرو کرنیزو توکو ته اړتیا لري او افغانستان کولی شي د پنبې، وریجو، مېوو او سبو د تولید په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
دغه راز ازبکستان چمتو دی، چې اصلاح شوي کرنیز تخمونه افغانستان ته ورکړي، چې بزګران یې وکري او له حاصلاتو وروسته یاد هېواد چمتو دی، چې بېرته دغه تولیدات وپېري.
د اقتصادي چارو شنونکی قطب الدین یعقوبي وایي: (( له افغان لوري سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ازبکستان همکارۍ او د دې سکټور پر شته ظرفیتونو ګډه پانګونه کولی شي د کرنې او مالدرۍ ته د پراختیا زمینه برابره کړي)).
د افغانستان د کرنې وزارت پر مشرۍ تللي پلاوي د لیدنو پر مهال ژمنه کړې، چې د نباتي کرنټین او د حیواني روغتیا په برخو کې به د بندرونو له لارې نږدې همکاري کوي، چې سریع الفساد محصولاتو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
