سوداگري
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ او پانګونې نندارتون جوړیږي
په دې نندارتون، چې د افغانستان پولې ته نږدې په جنوبي خراسان ولایت کې جوړیږي؛ د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د ګډې اقتصادي همکارۍ د پراختیا ښکارندویي کوي.
د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان او ایران د تلې له اتهلسمې څځه تر یویشتمې پورې د ایران په بیرجند ښار کې د ګډې سوداګرۍ او پانګونې یو لوی نندارتون جوړوي.
په دې نندارتون، چې د افغانستان پولې ته نږدې په جنوبي خراسان ولایت کې جوړیږي؛ د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د ګډې اقتصادي همکارۍ د پراختیا ښکارندویي کوي.
په دې نندارتون کې به د بېلابېلو سکټورونو د پراخو فرصتونو په ګډون د کرنې او خوراکي توکو پروسس، کانکېندنې، تاسیساتو، تېلو، نوې کېدونکي انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ، بسته بندۍ، صابون او ګرځندوی په اړه نندارې وړاندې کیږي.
تنظیم کوونکي وايي، چې د نندارتون موخه د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او په هغو پروژو کې پانګوالو ته آسانتیا برابرول دي، چې کولی شي سیمهییزې سوداګرۍ ته پراختیا او وده ورکړي.
د بیرجند جغرافیایي موقعیت د افغانستان لویدیځو ولایتونو ته نږدیوالي دا ښار د افغان سوداګرو او سوداګریزو پلاويو لپاره یو مهم مرکز ګرځولی دی.
دا نندارتون کابل ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر سید محمد عطابک له وروستي سفر وروسته جوړیږي. د سفر په بهیر کې هغه د رییس الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل او د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې په برخو کې یې د همکارۍ پراخولو په اړه خبرې وکړې.
دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې سوداګریز خنډونه لرې کړي؛ ټرانسپورټي لارو ته پراختیا ورکړي او د بېخبناوو، کانونو او انرژۍ سکټورونو کې ګډې پروژې پیل کړي. د بانکي همکارۍ د ښه کولو، د خواف-هرات اوسپنېپټلۍ پراختیا او د افغان صادراتو لپاره د چابهار بندر کارولو زیاتوالي په اړه هم بحثونه وشول.
د ایران د ګمرکونو ادارې د راپور له مخې؛ د روان لمریز کال په لومړیو درې میاشتو کې افغانستان ته د ایران ناتېلي صادرات له ۵۱۰ میلیون ډالرو څخه ډېر شوي. په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټول حجم د تېر کال پر پرتله ۸۴ سلنه زیات او له ۳.۱۹ میلیارډ ډالرو څخه ډېر شوی.
ایران اوسمهال د افغانستان یو له لویو سوداګریزو شریکانو څخه دی، چې د افغانستان د وارداتو په ګډون د سونګ توکو، ساختماني موادو، فولادو او کرنیزو محصولاتو شاوخوا څلورمه برخه جوړوي.
د دواړو هېوادونو چارواکي ټینګار کوي، چې د اقتصادي همکارۍ پراخول به نه یوازې سوداګرۍ او کارموندنې ته وده ورکړي، بلکې د سیمهییز ثبات او اقتصادي ځانبسیاینې لپاره به هم لار اواره کړي.
