تازه خبرونه
د افغانستان او بریټانیا استازو د پاکستان او افغانستان پر اړیکو خبرې وکړې
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ملا عبدالواسع افغانستان ته د بریټانیا د بشري مرستو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدا لپاره د بریټانیا او نورو دوستو هېوادونو له هڅو مننه کړې ده.
د ریاستالوزراء مقام د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع د ویډیوکنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره د سیمې د روان وضعیت، د افغانستان او پاکستان د اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ملا عبدالواسع افغانستان ته د بریټانیا د بشري مرستو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدا لپاره د بریټانیا او نورو دوستو هېوادونو له هڅو مننه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د ملي ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د ښو اړیکو او ګډې همکارۍ غوښتونکی دی او د سیمې د ثبات او سولې ملاتړ کوي.
دغه راز ریچارډ لینډزي ویلي، چې بریټانیا د سیمې روان بدلونونه له نږدې څاري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کېدا لپاره یې له دواړو لوریو سره لیدنې او سلا مشورې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړي، چې د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو او تفاهم زمینه برابره شي.
د ریاستالوزراء مقام د دفتر عمومي رییس په پای کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د اقتصادمحوره بهرنۍ تګلارې په چوکاټ کې له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د ستونزو سولهییز حل ته ارزښت ورکوي.
هغه زیاته کړې، چې افغانان د سولې غوښتونکي ملت په توګه د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل اوږده تجربه لري.