تازه خبرونه
د افغانستان او تاجکستان پر پوله د امنیتي سرتېرو شمېر ډېر دی

د کندوز ولایت امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د افغانستان له خاورې تاجکستان ته کوم ګواښ نشته او هیچاته به اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډ هېواونو پرخلاف وکارول شي.
سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې؛ دشت ارچي، کلباد، امام صاحب او قلعه ذال هغه ولسوالۍ دي، چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري او په اوږدو کې امنیتي تدابیر ډېر شوي دي.
د کندوز ولایت امنیه قومندان ویلي؛ د افغانستان له خاورې هیڅ ګاونډ هېواد په ځانګړي توګه تاجکستان ته کوم ګواښ نشته او دوی د بشپړ ډاډ او امنیت لپاره په سرحدي سیمو کې زیات سرتېري ځای پر ځای کړي دي. دا مهال په دې ولایت کې د امنیت پر ضد کوم فعالیت و جود نهلري او که څوک پر مخالفت لاس پورې کړي وبهځپل شي.
د کندوز امنیه قوماندان بختیار معاذ وایي: ټولو ته معلومه ده، چې زمونږ څلور ولسوالۍ له تاجکستان سره ګډه پوله لري؛ دلته مونږ سرحدي ځواکونه لرو، قرارګاوې لرو، هیڅ اندېښنه نشته، ټول امنیتي ځواکونه د سرحدونو ساتنې لپاره بشپړ چمتوالی لري.
هغه زیاته کړې؛ دا مهال په دغه ولایت کې هیڅ مخالف کس یا ډله نشته او هیچا ته اجازه نه ورکوو، چې امنیت خراب کړي.
بختیار معاذ څرګندوي: په کندوز ولایت کې د اسلامي امارت هیڅ مخالف کس نشته او فعالیتونه یې یوازې مجازي او په فیسبوک کې دي او بس. ما پیغام وراستولی، چې له ورانکارۍ لاس واخلي او امنیتي ځواکونه هر وخت چمتو دي، چې امنیت خرابوونکي کسان وځپي.
د کندوز ولایت اوسیدونکي په دې ولایت کې د امنیت له ټینګښت څخه خوښي څرګندوي او له امنیتي ځواکونو غواړي، چې په سرحدي سیمو کې نور هم غوره امنیتي چمتوالی ونیسي.
د کندوز اوسیدونکی نصیر وایي: له هغې ورځې، چې اسلامي امارت راغلی کومه امنیتی پېښه رامنځته شوې نده؛ امنیت ښه دی، په سرحدونو کې د بشپړو امنیتي تدابیرو هیله لرو.
د کندوز ولایت یو بل احمد نومی اوسیدونکی څرګندوي: مونږ له امارته خوشاله یوو؛ د ښه امنیت په خاطر نه غواړو، چې په سرحدونو کې امنیت خراب شي او د سرحدونو امنیت باید خوندي وساتل شي.
د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې د شمال ختیځو ولایتونو سرحدونه د مخدره توکو د قاچاق پر مرکز بدل شوي وه. اسلامي امارت وایي، په سرحدونو کې د مخدره توکو د قاچاق مخه یې نیولې ده.
تازه خبرونه
نړیواله ټولنه باید افغانان هیر نکړي – د مهاجرینو وزیر

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزیر په کابل کې پر اړمنو ښځو د مرستو د وېش په غونډه کې وویل، نړیواله ټولنه دې افغانان نههېروي او له بشري مسلو سره باید سیاسي معامله ونهکړي.
افغانستان د نړۍ د بېوزلو هېوادونو یو بېوزلی هېواد دی، د یو لړ څرګندونو له مخې ۲۸ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ویلي؛ اوس په افغانستان کې سوله راغلې او نړیواله ټولنه باید د افغانان کډوالو په راستنولو کې له دوی سره همکاري وکړي.
نوموړی زیاته کړې؛ اوس په ټول افغانستان کې سوله ټینګه شوې او نړیواله ټولنه باید کډوالۍ ته د افغانانو د کډوال کولو پر ځای افغانستان ته د افغان کډوالو په راستنولو کې له دوی سره همکاري وکړي.
په افغانستان کې ډېری کورنۍ له بېوزلۍ او فقر سره مخ دي. هر ځای د مرستندویو ټولنو د دفترونو مخې ته ښځې او نرینهوو کتارونه جوړ کړي دي.
ځيني کورنۍ وايي، چې د خپلو اولادونو د ګیډې مړولو توان نهلري او خپل ماشومان یې نورو ته سپارلي دي.
د ښځو لپاره د ښځو موسسې رییس فریدالدین نوري ویلي؛ که څه هم دغه مرستې د دې کورنیو ستونزې د لنډې مودې لپاره اوارولی شي؛ خو غوښتنې یې دا دي، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره بنسټيز کارونه وشي.
نړیوالو ټولنو پر وار وار په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی؛ خو نړیوالې ټولنې اوس هم بشري ټولنو ته په افغانستان کې د اړمنو کسانو د پاملرنې لپاره لږې مالي سرچینې برابرې کړې دي.
تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان د تګ راتګ د اسانتیا لپاره پر کاري ډلې جوړولو هوکړه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وګړیو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره به د دغه وزارت قونسلي ریاست او په کابل کې د پاکستان سفارت تر منځ یوه ګډه کمیته جوړه شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دې کمیتې د جوړېدو هوکړه د شنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۶ ) د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د پاکستان سفارت د چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني ترمنځ په کتنه کې وشوه.
د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستيال حافظ ضياء احمد تکل څرګنده کړی، چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير پر غوښتنه او ټينګار د دغې کمیتې پر جوړېدو هوکړه شوې ده.
حافظ ضیا احمد تکل په ډاګه کړې: د پاکستان سفارت چارسمبالي د هغو پاکستانيو محصلینو لپاره، چې افغانستان ته د زدهکړو لپاره راځي؛ د ویزې د وخت غزولو غوښتنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د څرګندونو له مخې؛ متقي په دې برخه کې د اسلامي امارت له همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
ویل کیږي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر ګنو نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې شوي او د متقابلو اغېزمنو همکاریو پر دوام ټینګار شوی دی.
تازه خبرونه
د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په ډاګه کړې؛ د یکشنبې پر ورځ ۱۰:۱۹ د افغانستان په شمال ختیځ کې د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزله رامنځته شوه، چې مرکز یې د جرم ولسوالۍ سهیل ختیځ لوري ته په ۳۶ کیلومترۍ کې دی.
د زلزلې ټکانونه د هند، پاکستان او جنوبي تاجکستان په ګډون په ټوله سیمه کې احساس شوي دي.
تر اوسه د زلزلې له کبله د ځاني او مالي زیان په اړه راپورونه ورکړ شوي نهدي.
-
روغتيا4 days ago
د افغانستان د روغتیايي خدمتونو لپاره نږدې ۵۰۰ میلیون دالرو ته اړتیا ده – اوچا
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په ایران کې نیول شوی بلجیمي مرستندویه د بندیانو په تبادله کې خوشې شو
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په پاکستان کې ځانمرګي بریدکوونکي ۲۱ امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله واړوله
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ایران د خپل نوي بالستیک توغندي مخکتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days ago
اسلامي امارت په بهرنیو بنسټونو کې د ښځو کاري دستورالعمل وروستي کېدو ته نږدې کړی
-
سوداگري5 days ago
د کابل او چین تر منځ د آریانا الوتنې بیا پیل شوې
-
روغتيا5 days ago
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۹۸ ټنو درملو او طبي توکو مرسته وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
هرات موزیم د تاریخي آثارو د معیاري ساتنې له ودانۍ پرته ۱۰۰ کلن شو