تازه خبرونه

د افغانستان او تاجکستان پر پوله د امنیتي سرتېرو شمېر ډېر دی

Published

on

Last Updated on: کب ۹, ۱۴۰۱

د کندوز ولایت امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د افغانستان له خاورې تاجکستان ته کوم ګواښ نشته او هیچاته به اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډ هېواونو پرخلاف وکارول شي.

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې؛ دشت ارچي، کلباد، امام صاحب او قلعه ذال هغه ولسوالۍ دي، چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري او په اوږدو کې امنیتي تدابیر ډېر شوي دي.

د کندوز ولایت امنیه قومندان ویلي؛ د افغانستان له خاورې هیڅ ګاونډ هېواد په ځانګړي توګه تاجکستان ته کوم ګواښ نشته او دوی د بشپړ ډاډ او امنیت لپاره په سرحدي سیمو کې زیات سرتېري ځای پر ځای کړي دي. دا مهال په دې ولایت کې د امنیت پر ضد کوم فعالیت و جود نه‌لري او که څوک پر مخالفت لاس پورې کړي وبه‌ځپل شي.

د کندوز امنیه قوماندان بختیار معاذ وایي: ټولو ته معلومه ده، چې زمونږ څلور ولسوالۍ له تاجکستان سره ګډه پوله لري؛ دلته مونږ سرحدي ځواکونه لرو، قرارګاوې لرو، هیڅ اندېښنه نشته، ټول امنیتي ځواکونه د سرحدونو ساتنې لپاره بشپړ چمتوالی لري.

هغه زیاته کړې؛ دا مهال په دغه ولایت کې هیڅ مخالف کس یا ډله نشته او هیچا ته اجازه نه ورکوو، چې امنیت خراب کړي.

بختیار معاذ  څرګندوي: په کندوز ولایت کې د اسلامي امارت هیڅ مخالف کس نشته او فعالیتونه یې یوازې مجازي او په فیسبوک کې دي او بس. ما پیغام وراستولی، چې له ورانکارۍ لاس واخلي او امنیتي ځواکونه هر وخت چمتو دي، چې امنیت خرابوونکي کسان وځپي.

د کندوز ولایت اوسیدونکي په دې ولایت کې د امنیت له ټینګښت څخه خوښي څرګندوي او له امنیتي ځواکونو غواړي، چې په سرحدي سیمو کې نور هم غوره امنیتي چمتوالی ونیسي.

د کندوز اوسیدونکی نصیر وایي: له هغې ورځې، چې اسلامي امارت راغلی کومه امنیتی پېښه رامنځته شوې نده؛ امنیت ښه دی، په سرحدونو کې د بشپړو امنیتي تدابیرو هیله لرو.

د کندوز ولایت یو بل احمد نومی اوسیدونکی څرګندوي: مونږ له امارته خوشاله یوو؛ د ښه امنیت په خاطر نه غواړو، چې په سرحدونو کې امنیت خراب شي او د سرحدونو امنیت باید خوندي وساتل شي.

د  اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې د شمال ختیځو ولایتونو سرحدونه د مخدره توکو د قاچاق پر مرکز بدل شوي وه. اسلامي امارت وایي، په سرحدونو کې د مخدره توکو د قاچاق مخه یې نیولې ده.

Trending

Exit mobile version