تازه خبرونه
د افغانستان او ترکمنستان بهرنیو چارو وزیرانو پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې وکړې
د هېواد بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو کې، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوي؛ دواړو خواوو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه بحث کړی دی.
Last Updated on: تله ۱۴, ۱۴۰۴
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له خپل ترکمن سیال رشید مردوف سره د ټیلیفون له لارې پر اقتصادي او سیاسي همکاریو خبرې کړې دي.
د هېواد بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو کې، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوي؛ دواړو خواوو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه بحث کړی دی.
دوی د ټاپي پروژې روان پرمختګ مثبت ارزولی او په نږدې راتلونکي کې یې په بېلابېلو سکټورونو کې د عملي همکارۍ د پراخولو پر ژمنې بیا ټینګار وکړ.
دواړو خواوو همدارنګه هوکړه وکړه، چې د همکارۍ د پراختیا لپاره غونډې او مشورې روانې دي.
