تازه خبرونه
د افغانستان او ترکیې امنیتي چارواکو په تهران کې د همکاریو او ګډو ګټو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ويلي، چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د بېلابېلو امنیتي مسلو، دوه اړخیزو همکاریو او د تجربو د تبادلې د پیاوړتیا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې د دې وزارت د چارو لوړ مرستیال محمد ابراهیم صدر په تهران کې د اقتصادي همکاریو ټولنې (ایکو) د اقتصادي غونډې په څنډه کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له مرستیال او مل پلاوي سره ولیدل او پر اړوند هماریو یې خبرې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ويلي، چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د بېلابېلو امنیتي مسلو، دوه اړخیزو همکاریو او د تجربو د تبادلې د پیاوړتیا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.
د ترکیې کورنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره له مثبتو بدلونونو څخه د رضایت د څرګندونو تر څنګ ویلي، چې دوی اوس د انسانانو او مخدره توکو په قاچاق کې ۵۰ سلنه کمښت لیدلی دی.
عبدالمتین قانع ویلي، چې دا لیدنه د اسلامي ارزښتونو او ګډو ګټو په پام کې نیولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا پر لوري د یو مهم ګام په توګه وارزول شوه.
د یادونې ده، چې په دغو خبرو اترو مې د افغانستان اسلامي امارت سفیر او د پلاوي غړيو هم برخه لرله.