سوداگري
د افغانستان او جنوبي آسیا د ترانسپورتي لارو پراختیا ته چمتووالی لرو – روسیه
د روسیې لومړي وزیر میخایل میشوستین څرګنده کړې؛ هېواد یې چمتو دی، چې افغانستان او جنوبي آسیا ته د ترانسپورتي لارو په ګډون د اورآسیا ترانسپورتي لارې پراخې کړي.
د انترفاکس خبري اژانس د خبر له مخې؛ میشوستین د دوشنبې پر ورځ د ازبکستان له صدراعظم سره په کتنه کې ویلي: د شمال-جنوب د نړیوال دهلیز د پراختیا پر لوري مو راتلونکي ګامونه لومړیتوب لري. دا پروژه د مالونو او کالیو د لېږد رالېږد لپاره کولی شي له سویز کانال سره سیالي وکړي او پلي کول به یې د پروژې د ټولو برخهوالو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ زیاتې کړي.
هغه زیاته کړې: په دې برخه کې، مونږ چمتو یوو، چې د افغانستان او سویلي آسیا د لارو په ګډون د اورآسیا د ټولو ترانسپورتي لارو پر پراختیا راوڅرخیږو.
میشوستین د روسیې او ازبکستان ترمنځ د ترانسپورت د پوره نښلونې او په ټولیزه توګه د اورآشیا د ګډې فضا په اړه په خبرو کې ویلي، چې د ازبکستان لپاره د اوسپنې پټلۍ له لارې ترانسپورتي پراختیا د هراړخیزو همکاریو د پروګرام د مسودې یو مهم هدف دی.
هغه زیاته کړې: روسي پانګهاچوونکي چمتو دي، چې د هوايي ډګرونو د بېخبناوو په ښه کولو کې مرسته وکړي.
له بلې خوا د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله اریپوف ویلي، چې د نويو نړیوالو ترانسپورتي دهلیزونو پراختیا به ښو بازارونو ته د لاسرسي زمینه هم برابره کړي.
هغه زیاته کړه: مونږ د اورآشیا په وچه کې د شمال-جنوب له نړیوال دهلیز پر پراختیا او اهمیت ټینګار کوو. مونږ لیواله یوو، چې د بیلاروس، روسیې، قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډ څو وجهي ترانسپورتي دهلیز پیل کړو.
د یادونې ده، چې د دې نوښت یو اړخ د افغانستان په ترانسپورتي دهلیز کې د اوسپنېپټلۍ جوړول دي.