تازه خبرونه
د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلې نن ټسټ لوبه کوي
دغه ۵ ورځنۍ لوبه به د زمبابوې په بولاوایو ښار کې د کابل پر وخت د غرمې پر ۱۲:۳۰ پیل شي.
د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن (د مرغومي شپږمه) ټسټ لوبو لړۍ پیلوي.
دغه ۵ ورځنۍ لوبه به د زمبابوې په بولاوایو ښار کې د کابل پر وخت د غرمې پر ۱۲:۳۰ پیل شي.
دغه ټېسټ لوبې د دواړو هېوادونو تر منځ د مخ پر زياتېدونکيو سيالیو يو بل زړهراکښونکی پړاو دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دې سفر کې د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ ګټلې ده.
ټاکل شوې د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ دوه ټسټ لوبې ترسره شي او د دوی ترمنځ به دوهیمه ۵ ورځنۍ ټسټ لوبه د مرغومي پر دیارلسمه پیل شي.
ویل کیږي، چې د لوبو دا لړۍ به د روان ډسمبر تر دېرشمې د بولاوایو په کوینز سپورټي کلب کرکټ لوبغالي کې روانې وي.