لوبی

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه مساوي پای ته ورسېده

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۹, ۱۴۰۵

 

د زیمبابوې لوبډله د غوره توپ‌وهنې پر مټ د افغانستان پر وړاندې په لومړۍ ټسټ لوبه کې د مساوي پایلې پر ترلاسه کولو بریالۍ شوه. کریګ اروین او ویسلي ماډهویر د لوبې په وروستۍ ورځ ناسوځېدلې سلیزې وکړې.

زیمبابوې د لوبې پنځمه او وروستۍ ورځ د درې لوبغاړو پر سوځېدا د ۱۶۴ منډو پر لرلو پیل کړه او د دوه‌یمې پاڼۍ په پای کې یې د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا ۵۲۳ منډې وکړې.

دې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې هم ۵۰۴ منډې کړې وې. دا د ټسټ کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یوه لوبډله په دواړو پاڼیو کې له ۵۰۰ ډېرې منډې کوي.

کریګ اروین په ۲۰۶ منډو ناسوځېدلی پاتې شو او ویسلي ماډهویر هم ۱۰۰ منډې وکړې او ونه‌سوځېد. دغو دوه لوبغاړو د ورځې په اوږدو کې د افغانستان د توپ اچوونکو پر وړاندې ټینګه لوبه وکړه.

۴۱ کلن او ۸۲ ورځنی کریګ اروین د ټسټ کرکټ په تاریخ کې درېیم زوړ لوبغاړی شو، چې دوه‌سوه منډې کوي.

افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۱۴ منډې کړې وې. افغان لوبډلې د کوربه لوبډلې تر فشار لاندې راوستلو لپاره د زیمبابوې د لوبغاړو ژر سوځولو ته اړتیا لرله؛ خو د زیمبابوې توپ‌وهونکو په داسې لوبغالي کې، چې د توپ اچوونکو لپاره یې چندان مرسته نه لرله، په حوصله او دقت لوبه وکړه.

برایان بنیټ له پنځوس ډېرې منډې وکړې؛ خو محمد سلیم وسوځاوه.

د زیمبابوې نوي لوبغاړي انټم نقوي هم ۶۱ منډې وکړې. نقوي او اروین د ۱۴۰ منډو ملګرتیا وکړه؛ خو عبدالمالک د دوی ملګرتیا ماته کړه.

دغه راز ویسلي ماډهویر له اروین سره یوځای شو او دواړو د شپږمې ویکټې لپاره د ۲۰۸ منډو ناسوځېدلې ملګرتیا وکړه، چې د زیمبابوې د ټسټ کرکټ په تاریخ کې د دې ویکټې لپاره تر ټولو لوړه ملګرتیا ده. ماډهویر په همدې ملګرتیا کې خپله لومړنۍ ټسټ سلیزه هم ثبت کړه.

له دې پایلې سره دواړه لوبډلې د دوه‌یمې او وروستۍ ټسټ لوبې په درشل کې مساوي دي.

ټاکل شوې، چې دا لوبه د لړم پر ړوه‌ویشتمه / د نومبر پر دیارلسمه په شارجه کې پیل شي.

Trending

Exit mobile version