لوبی
د افغانستان او سریلانکا د یو ورځني لوبلړ بېلابېلې خواوې د پوهېدو وړ دي

افغانستان سریلانکا ته د لس ویکټو پر توپیر د خپلې یوې ټسټ لوبې له بایللو وروسته؛ د سلواغې پر ۲۰/ د فبرورۍ نهمه د درې یو ورځنیي لوبلړ لومړۍ لوبه پیلوي.
دا هم سریلانکا ته د افغانستان د سفر یوه برخه ده، چې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ هم په کې ده.
افغان سپېنر راشد خان به د لوغالي سیالۍ ته نهدانګي؛ ځکه، چې پوره ښه شوې نهدی او قیس احمد به یې تشه ډکه کړي.
دا به د ۲۰۲۳ ز. کال له نړیوال جام وروسته د لوبډلې لومړۍ یو ورځنۍ لوبلړ وي.
دغه راز سریلانکا په جنورۍ کې له زیمبابوی څخه ۲ د صفر یو ورځنی لوبلړ ګټلی دی.
د افغانستان لپاره د ۲۰۲۳ نړیوال جام زیرمهیي لوبغاړي؛ ګلبدین نائب او فرید احمد د دې سیالیو لپاره لوبډله جوړه کړې ده. نوید ځدراڼ، چې د سریلانکا پر وړاندې په ټسټ لوبه کې ښه وځلید هم د یوه ناپېژانده لوبغاړي په توګه په لوبډله کې راغلی؛ خو نجیب الله ځدراڼ د پام وړ غیرحاضر دی.
دواړو لوبډلو تر دې دمه ۱۲ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې سریلانکا اووه او افغانستان څلور ګټلي دي. یوه لوبه بېپایلې پای ته ورسېده.
وروستی ځل، چې دواړه لوري د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام په یو ورځني لوبلړ کې ولوبېدل؛ افغانستان سریلانکا ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
د یو ورځنیو لوبو مهالویې:
لومړۍ لوبه – جمعه د سلواغې شلمه / د فبرورې نهمه
دوهیمه لوبه یکشنبه د سلواغې دوهویشتمه / د فبرورۍ یوولسمه
درېیمه لوبه چارشنبه د سلواغې پېنځهویشتمه / د فبرورۍ څوارلسمه
آریانا ټلویزیون به د جمعې پر ورځ دا لوبې پر ژوندۍ بڼه خپروي. د لوبې نور جزئیات زمونږ د ټولنیزو رسنیو له لارې موندلی شئ.
لوبډلې:
افغانستان
حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه (مرستیال)، رحمان الله ګربز (ویکټر)، اکرام علیخېل (ویکټر)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، قیس احمد، نوراحمد، مجیب الرحمن , فضل الحق فاروقي, نوید ځدراڼ او فرید احمد.
زیرمهیي لوبغاړي: شرف الدین اشرف، شاهدالله، عبدالرحمن، بلال سمیع
سري لنکا
کوسل منډیس (لوبډلمشر)، چاریت آسالانکا، آویشکا فرنانډو، ساډیرا سماراویکراما، ساهان اراچیګ، چمیکا کارونارتنی، جنیت لیانژ، ماهیش تیکشنا، دلشان مادوشانکا، دوشمانتا چامیرا، دونیت ولالاژ، پرامود مادوشانجایا، آکیلا .
لوبی
افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه
افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا وړتیا ترلاسه کړه.
افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.
له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.
لوبی
له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه
په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نن (چارشنبه) متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د آسیا له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې خپله د نه ماتې لړۍ خوندي کړه.
په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.
دا د سیمې په غوراوي سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.
له دې مخکې افغانستان هانګ کانګ او عمان ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړې ده.
ټاکل شوې، چې د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (د اپریل نولسمه) د کوربه لوبډلې نیپال سره مخ شي. دا به د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وي.
د وروستۍ لوبې ګټونکی به ډېر احتمال ولري، چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو په ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام کې خبله ونډه خوندي کړي.
لوبی
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې په ټسټ لوبه کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه
د متحده عربي اماراتو په دې څلور ورځنۍ لوبه کې، چې نن (پنجشنبه) پای ته ورسېده؛ افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۱۲ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې سیالې ایرلینډ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۹ او په دوهیمه هغې کې یوازې ۱۰۹ مندې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پر توپیر یې دا لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله.

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د ایرلینډ الف کرکټ لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
د متحده عربي اماراتو په دې څلور ورځنۍ لوبه کې، چې نن (پنجشنبه) پای ته ورسېده؛ افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۱۲ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې سیالې ایرلینډ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۹ او په دوهیمه هغې کې یوازې ۱۰۹ مندې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پر توپیر یې دا لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله.
په ابوظبي کې د پچې له ګټلو وروسته افغان لوبدلې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه. د افغانستان الف لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د اوووه ویکټو پر زیان سره ۶۱۲ منډې جوړې کړې.
بهیر شاه ۱۸۷، ریاض حسن ۹۴، عمران ۸۵، شمس الرحمن ۸۴، افسر ځاځي ۵۵ او دروېش رسولي ۵۳ مهم ونډه وال ول.
په دې لوبه کې عرب ګل مومند د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دې تکړه ښي لاسي ورو توپ اچوونکي عرب ګل مومند د ایرلینډ پر وړاندې د یوازنۍ څلور ورځنۍ لوبې په دواړو پاڼیو کې غوره توپ اچونه وکړه او لس ویکټې یې ترلاسه کړې.
نوموړي د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې څلور او د لوبې په وروستۍ پاڼۍ کې ۶ ویکټې ترلاسه کړې، چې پرمټ یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ضیا الرحمن هم پنېځه ویکټې واخیستې.
-
تازه خبرونه2 days ago
آریانا هوايي شرکت چین ته د اوونیزو الوتنو له زیاتېدا خبر ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران او امریکا له خبرو اترو وروسته د عمان سلطان مسکو ته سفر کوي
-
تازه خبرونه1 day ago
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا نږدې یومیلیون افغان کډوال جبري ایستلي
-
نړۍ4 days ago
په ټوله امریکا کې زرګونو لاریون کوونکو د ټرمپ پر ضد لاریون وکړ
-
تازه خبرونه1 day ago
په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي
-
تازه خبرونه5 days ago
لویدیځ هېوادونه د اسلامي امارت له مخالفانو څخه د ملاتړ هڅه کوي – روسیه
-
سیمه ییز خبرونه18 hours ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل