لوبی
د افغانستان او سویلي افریقا تمریناتي لوبه د سخت باران له کبله ونهشوه
د کرکت نړیوال جام په تمریناتي پړاو کې د جمعې پر ورځ د افغانستان او جنوبي افریقا لوبه د باران له کبه ترسره نهشوه.
د اسوشیتید پریس د څرګندونو له مخې، دواړه لوبډلې مخکې له دې، چې لوبڅاري مازیګر مهال ۳:۴۵ د پرله پسې باران او لوند لوبغالي له کبله د لوبې نهکول اعلان کړي؛ د دواړو لوبډلو لوبغاړي په هوټل کې ول.
سویلي افریقا د دوشنبې پر ورځ له نیوزیلند سره بله روزنیزه لوبه کوي او افغانستان به د سې شنبې پر ورځ له سریلانکا سره لوبه کوي.
کرکت نړیوال جام به د پنجشنبې پر ورځ د هند په احمد آباد ښار کې د نیوزیلند او انګلستان تر منځ په لومړۍ لوبه پیل شي.
په یوه بله روزنیزه لوبه کې، چې په ګوواهاتي کې ترسره شوه؛ سریلانکا خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په ۴۹.۱ اورونو کې یې ټولټال ۲۶۳ منډې جوړې کړې. پاتوم نیسانکا ۶۸ او دانانجایا د سلوا ۵۵ منډې وکړې. د بنګله دېش له لوري مهدي حسن درې لوبغاړي وسوځول.
په حیدراباد کې پاکستان نیوزیلند ته د پېنځه لوبغاړو پر سوځیدو ۳۴۵ منډې هدف وټاکه. محمد رضوان ۱۰۳ او بابر اعظم ۸۰ منډې جوړې کړې.