سوداگري
د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ کچه ۵۸۱ میلیون ډالرو ته ورسېده
دا موضوع د هرات والي نوراحمد اسلامجار او د قزاقستان د پلاوي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.
د هرات سیمهییزو چارواکو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له پاموړ پراختیا خبر ورکړی او څرګندوي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۵۸۱ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.
دا موضوع د هرات والي نوراحمد اسلامجار او د قزاقستان د پلاوي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.
د دې پلاوي مشري د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف کوله.
توکوموف د ټرانزیټي ظرفیتونو پر پراختیا او د ګمرکي خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی او افغان چارواکي یې په قزاقستان کې د ګډې اقتصادي غونډې د ګډون لپاره بللي دي.
د هرات والي هم د دغه ولایت جغرافیایي موقعیت او اقتصادي ارزښت ته پر نغوته ویلي، چې د هرات د امنیت ټینګښت او ټرانزیټي ظرفیتونه د پانګونې د راجلبولو او سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره مناسبه زمینه برابروي.
افغانستان او قزاقستان له دې مخکې هم د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتولو، له قزاقستان څخه د اوړو د واردولو او د تورغونډۍ ـ هرات د اوسپنېپټلۍ په پروژه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
همدارنګه دواړه هېوادونه د اقتصادي همکاریو د نقشې پر جوړولو کار کوي او موخه یې دا ده، چې په راتلونکې کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.