لوبی
د افغانستان او نیوزیلینډ کرکټ ټسټ سیالۍ بیا هم وځنډیدې
د شپې د باران له کبله د افغانستان او نیوزیلینډ ترمنځ کرکټ یوازنۍ ټسټ لوبې په دوهیمه ورځ ډهلي ته نږدې په ګریټر نویډا سپورټي لوبغالي کې یو ځل بیا وځنډول شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د افغان او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ د یوازنۍ ټسټ لوبې د دوهیمې ورځ پیل د تېرې شپې د سخت اورښت او اوسمهال د لوبغالي د لوندوالي له کبله ځنډېدلی دی.
د شپې د باران له کبله د افغانستان او نیوزیلینډ ترمنځ کرکټ یوازنۍ ټسټ لوبې په دوهیمه ورځ ډهلي ته نږدې په ګریټر نویډا سپورټي لوبغالي کې یو ځل بیا وځنډول شوې.
په لومړۍ ورځ له ټولو هڅو سره ـ سره د لوند لوبغالي له کبله هیڅ لوبه شونې نه وه.
لوبه د سې شنبې د سهار نهه بجو ته وځنډول شوه؛ خو بیا هم لوند لوبغالی د باران له کبله د لوبېدا نهو او ځنډ نور هم وغځېده.
ټاکل شوې، چې لوبڅاري پر ځايي وخت د غرمې پر ۱۲ بجو بیا هم له لوبغالي لیدنه وکړي.
دا په ۲۰۲۴ ز. کال کې د افغانستان د کرکټ درېیمه ټسټ لوبه ده، چې د ایرلینډ او سریلانکا پر وړاندې له یو ځل ترسره کیدو وروسته ترسره کیږي.
لوبی
ممبي انډینز لوبډلې د هند غوره لیګ بل پړاو ته لار پیدا کړه
سوریا کمار یاداو د دې نندارې ستوری و؛ ځکه، چې پر ۴۳ توپونو یې ۷۳ منډې جوړې کړې او ممبي لوبډله یې ۱۸۰ منډو ته ورسوله.

ممبي انډینز لوبډلې د چارشنبې پر شپه په وانکیډي لوبغالي کې د ډیلي کپیټلز پر وړاندې د ۵۹ منډو پر پرېکنده بریا د هندوستان غوره لیګ پلېآف پړاو ته لار پیدا کړه.
سوریا کمار یاداو د دې نندارې ستوری و؛ ځکه، چې پر ۴۳ توپونو یې ۷۳ منډې جوړې کړې او ممبي لوبډله یې ۱۸۰ منډو ته ورسوله.
که څه هم د ډیلي توپاچوونکو د لوبې په ډېره برخه کې لوبه تر کنټرول لاندې راوستې وه؛ خو د مکیش کومار او دوشمانتا چامیرا د دې علت شو، چې ممبي لوبډلې ۴۸ چټکې منډې پخپلو امتیازاتو ورزیاتې کړې.
ډیلي لوبډله په ۱۸.۲ اورونو کې پر ۱۲۱ منډو وسوځېده.
د ممبي انډینز لپاره میچل سنټنر او جسپریټ بومرا درې – درې ویکټې واخیستې.
د ممبي انډینز لوبډله اوس په پلېآف پړاو کې ځای لري. په داسې حال کې، چې ډیلي لوبډله له ټورنمنټ یا سیالیو څخه بهر شوې ده.
ممبۍ انډینز له ګجرات ټایټنز، رویال چلینجرز بنګلور او پنجاب کینګز سره په پلیآف کې دي.
کرکټ مینهوال کولی شي د نن (پنجشنبې) لوبه، چې ګجرات ټایټنز به له لکنو سوپر جایانټز سره د ماښام پر ۶:۳۰ مخ شي؛ له آریانا ټلویزیون ATN څخه وګوري.
لوبی
آریانا ټلویزیون د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو خپروي
ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د غبرګولي پر یوولسمه پیل او د زمري پر یوویشتمه پای ته رسیږي.

د آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون ویاړي، چې د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو تولید او هېوادوالو ته خپروي.
ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د غبرګولي پر یوولسمه پیل او د زمري پر یوویشتمه پای ته رسیږي.
دا لوبې به د افغانستان د فوټبال فډراسیون د فوټسال کمیټې په جمنازیم کې ترسره شي.
د افغانستان فوټبال فډراسیون مشر محمد یوسف کارګر نن (پنجشنبه) د دې سیالیو یا ټورنمنټ د تولید او خپرونې قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې وویل: “د افغانستان فوټسال وړتیا اوس نړیواله شوې ده. زمونږ هڅې دا دي، چې دا ظرفیت د آسیا او سیمې پر کچه لوړ کړو، چې اړینه برخه په کې رسنۍ لري. پر رسنیو سربېره خصوصي سکټور خورا لوی او بنسټیز رول لوبولی شي.”
د آریانا ټلویزیون د خرڅلاو مدیر سمیع الرحمن عزیزي ویلي؛ د لومړي ځل لپاره به په دې سیالیو کې د ویډیو ملاتړی سیسټم وکارول شي، چې له لوبڅار سره د سمو پرېکړو په کولو کې مرسته وکړي.
هغه ويلي: “دا نوې ټکنالوژي به نه یوازې د لوبو څرنګوالی او رڼښت لوړ کړي، بلکې د لوبډلو او لوبغاړو لپاره به د لوړې کچې تجربه هم ډاډمنه کړي.”
سمیع الرحمن عزیزي ټینګار کړی؛ آریانا ټلویزیون اړینې نړیوالې او کورنۍ پېښې خپروي او هڅه کوي، چې د افغانستان فوټسال غوره لیګ په ټوله نړۍ کې مشهور کړي.
هغه ویلي: “دا همکاري د سپورټ په پرمختګ کې یو نوی پړاو پیلوي او مونږ بشپړ باور لرو، چې دا سیالۍ به د ځوانانو لپاره د نویو فرصتونو دروازه پرانیزي.”
د یادونې ده، چې د افغان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو به ۹۰ لوبې ولري او د لومړي ځل لپاره به دا لوبې د راونډ رابن په بڼه ترسره شي.
هره ورځ پرته له شنبې دوه لوبې ترسره کیږي؛ لومړۍ لوبه به د مازیګر پر ۴ بجو او دوهیمه هغه به له مازیګر وروسته ۶ بجې پیل شي.
په دې سیالیو کې به بهرني لوبغاړي هم برخه ولري.
لوبی
د افغانستان کرکټ لوبډله په نړیوال نوملړ کې اووم ځای خپل کړ
د افغانستان لوبډله اوس د انګلستان، ویسټ انډیز او بنګله دېش په څېر ټیمونو پر پرتله لوړه درجه لري.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په وروستۍ درجه بندۍ کې اووم مقام ته پورته شوې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې افغانستان له څلورو نمرو سره اووم مقام ترلاسه کړ.
تر دې دمه دا د افغانستان په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې تر ټولو ښه پایله ده.
د افغانستان لوبډله اوس د انګلستان، ویسټ انډیز او بنګله دېش په څېر ټیمونو پر پرتله لوړه درجه لري.
-
سوداگري3 days ago
نړیوال بانک د افغان پروژو د تادیاتو په اړه څرګندونې وکړې
-
نړۍ5 days ago
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د پروسټاټ پر سرطان اخته شو
-
نړۍ4 days ago
روسیې او اوکراین د اوربند په اړه له سمدستي خبرو اترو سره هوکړه وکړه – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
بریټانیا، کاناډا او فرانسې د غزې په خاطر اسرائیلو ته د بندیزونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه4 days ago
د اروپا بشري فورم د افغانستان د بحران پر ریښو خبرې کوي
-
روغتيا3 days ago
په افغانستان کې ساري ناروغۍ زیاتې شوي – د روغتیا نړیواله ټولنه
-
روغتيا4 days ago
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د میندو د مړینې د کچې په اړه د UNFPA راپور رد کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ښوونځي پر بس ځانمرګي برید کړی