سوداگري
د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او تجارتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د سید کریم هاشمي پر مشرۍ د افغانستان پلاوي هم د یاد فډراسیون له رییس نیرمل کومار مینډا او یو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د خصوصي سکټور د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې فډراسیون ویلي، چې دا هوکړهلیک د بنسټیزو همکاریو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې د نورو ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره لاسلیک شوی دی.
دې بنسټ همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان او هند د سوداګریزو ټولنو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د نویو همکارۍ فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دی.