سوداگري

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ استازیو پر ننګونو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۳)

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو په کابل کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له پلاوي سره په ګډه ناسته کې د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې د شته ننګونو د حل په اړه خبرې وکړې.

له هغې وروسته، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو سیاسي او پوځي ناندرو او تاوتریخوالي پر سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو سیوری وغوړاوه؛ نو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ یو پلاوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر رسمي بلنه کابل ته راغی، ګې د سوداګرۍ په اړه پر شته ننګونو بحث او خبرې وکړي. 

د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست ويلي، چې د وروستیو سیاسي کړکېچونو له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې له ستونزو سره مخ دي او په دې ناسته کې هڅه کېږي، چې شته ستونزو ته د اساسي حل لارې – چارې ولټول شي او د سوداګرۍ موضوع له سیاسي مسایلو سره ونه‌تړل شي.

د اقتصادي کارپوهانو پر اند افغانستان د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ ټرانزیټي لار ده؛ نو اسلامي امارت کولی شي له دې لارې پر پاکستان د فشار زیاتولو لپاره کار واخلي، چې پاکستان د افغانستان سوداګرۍ ته د ستونزو د رامنځته کولو مخه ونیسي.

ویل کیږي، چې ټاکل شوې په دې ناسته کې د PTA پر ترجیحي سوداګریز تړون، د  TAD  پلي کېدا او د اپټا د خبرو اترو وروستي کولو او همدارنګه هوايي ټرانزیټ، تورخم، چمن او سپین بولډک په بندرونو کې ۲۴ ساعته فعالیتونو او نورو سوداګریزو موضوعاتو خبرې وشي.

Trending

Exit mobile version