سوداگري

د افغانستان بانک د افغانانو د پولي زیرمو په اړه د جو بایډن پرېکړه وغندله

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان بانک د امریکا د ولسمشر هغه پرېکړه غندلې، چې د افغانستان پولي زیرمه یې بشري مرستو او د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کړې ده.

د افغانستان بانک ویلي، چې دغه ملي شتمني د نړیوالو قوانینو له مخې په امریکا کې ساتل کېده او د افغانستان له خلکو سره تړاو لري.

د افغانستان بانک په ډاګه کړې، د افغانستان بانک د شتمنیو کنګلول او بې ځایه لګول د افغانانو پر وړاندې ظلم او جبر دی او مونږ یې د مخنیوي لپاره د امریکا دغه وروستۍ پرېکړه غندو.

په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان بانک به هیڅکله دا ونه مني، چې د افغانستان ملي شتمني دې نورو ته د غرامت او یا د بشري مرستو په بڼه ورکړشي. مونږ غواړو، چې دا پرېکړه لغو شي او د افغانستان دغه زیرمه دې د افغانستان بانک ته وسپارل شي.

دغه راز پاکستان هم د امریکا د دې اقدام په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان پولي زیرمه باید د افغانانو په لاس او واک کې وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ په تېرو څو میاشتو کې، پاکستان په دوامداره توګه پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې په افغانستان کې رامنځته کېدونکی بشري ناورین ته چټک ځواب ورکړي او د افغانستان له اقتصادي بیارغونې سره مرسته وکړي؛ ځکه، چې دا دواړه یو له بل سره تړلي دي.

سرچینې زیاته کړې؛ د افغانستان د بندو زیرمو په اړه د پاکستان اصولي دریځ دا دی، چې دغه زیرمې د افغانانو ملکیت دی او باید خوشې شي. د افغانستان د مالي سرچینو کارول باید د افغانستان لپاره یوه خپلواکه پرېکړه وي.

د یادونې ده، چې د اشرف غني پر مشرۍ د حکومت له نسکورېدو وروسته امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو د افغانستان بانک شتمني کنګل کړې ده.

Trending

Exit mobile version