تازه خبرونه

د افغانستان بانک په نا خالصه ذخایرو کې لوړوالی رامنځته شوی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان بانک وایي، د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره توانیدلي، چې د بانک د ناخالصو ذخایرو کچه له نهه میلیارد ډالرو څخه لوړه کړي.

دافغانستان بانک مسوولین وایي، سره له دې چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستې کمې شوي خو د افغانستان بانک بیا هم وتوانید چې د ناخالصو ذخایرو کچه له نهه میلیارد ډالرو لوړه کړي.

دوی وایي د هیواد په کچه د بانک په تاریخ کې په لومړي ځل توانیدلي چې د هیواد ناخالص مالي ذخایر له نهه میلیارد ډالرو لوړه کړي.

هغوی زیاتوي چې تیر کال هم  توانیدلي وو چې د افغانستان بانک د هغو مالي ذخایرو له لارې چې په بهرنیو مالي بنسټونو کې  یی پانګونه کړې؛ شاوخوا ۲۲ میلیارده افغانۍ عواید را ټول او د دولت خزانې ته یې ورکړي۔

د یاد بانک مسوولین وایی چې د افغانستان بانک د مالي قدرت د لوړولو لپاره به خپلې هڅې پراخې کړي.

د دوی په وینا، که څه هم په دیری هیوادونو کې د کرونا ویرس او نورو ستونزو له امله افغانیو د ډالرو پروړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی؛ خو دافغانستان بانک وایی د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره یې ډېر کار کړی او زیاتوي چې، دافغانۍ د ثبات لپاره نوې برنامې تر لاس لاندې لري.

بل خوا، د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان بانک د ناخالصو ذخایرو د لوړیدو هرکلی کوي او زیاتوي چې د افغانستان بانک ځوانه رهبرۍ توانیدلي چې د افغانستان بانک پيسو مدیریت په معیاري ډول برابر کړي.

 

Trending

Exit mobile version