تازه خبرونه
د افغانستان بانک چارسمبالي د م.م له مرستیالې سره پر بانکي بندیزونو خبرې وکړې
د افغانستان بانک چارسمبالي هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې روزماري ډیکارلو سره ولیدل او د افغانستان د اقتصادي وضعیت، مالي او بانکي سکټور په اړه یې ور سره خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې هدایت الله بدري ویلي، چې د نړۍ د هېوادونو له لوري د افغانستان پر بانکي سکټور بندیزونو د هېواد پر مالي ثبات منفي اغېز کړی او ډېر زیان یې خلکو ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړې، چې دې چارې د خلکو د پېر ځواک کمزوری او د دې بندیزونو له کبله نړیوالو مالي او بانکي سیستمونو ته د افغانستان بانکونو لاسرسی له خنډ سره مخ شوی دی.
نوموړي ویلي: که څه هم د افغانستان بانک په ډېر ستونزمن حالت کې د بانکي سکټور د نقدینګۍ ستونزې په ښه ډول حل کړي؛ په دې برخه کې پرمختګ رامنځته او ورځ تر بلې یې وضعیت ښه کېدونکی دی.
دغه راز بدري له نړیوالو بندیزونو څخه د افغانستان د بانکي سکټور خلاصون د افغانانو بشري حق یاد کړ او دا یې د ټول ولس غوښتنه وبلله.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزماري ډیکارلو هم له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ژمنه وکړه او په اقتصادي وده کې یې بانکي سکټور د ارزښت وړ یاد کړ.
هغې ویلي، چې په افغانستان کې د مالي شمولیت پراختیا، د کوچنیو پورونو ورکړه، د اسلامي تمویلاتو په برخه کې د نړیوالو هېوادونو له تجربې ګټه اخیستل او د خصوصي سکټور پیاوړتیا ډېر مهم موارد دي، چې ګډ کار ته اړتیا لري.
