تازه خبرونه
د افغانستان د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد ټول نفوس ۳۴.۳ میلیون اعلان کړ
د افغانستان د احصایئ او معلوماتو ملي ادارې نن (چارشنبه د وري ۱۰ ) په کابل کې د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د احصائې د کالنۍ د خپرولو تر نامه لاندې په یوه غونډه کې د افغانستان ټول نفوس ۳۴.۳ میلیون کسان اعلان کړ.
په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت معین عبدالطیف نظري د احصائې او معلوماتو ملي ادارې مشر ډاکټر فقیر محمد زیار او د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.
د افغانستان د احصائې ملي ادارې ویلي؛ د افغانستان ټول نفوس ۳۴.۳ میلیون دی، چې ۱۷.۵ میلیون (۵۱٪) یې نرینه او ۱۶.۸ میلیون (۴۹٪) یې ښځې دي، چې ۲۴.۲ میلیونه یې (۷۰.۶٪) یې کلیوال او ۸.۶ میلیون (۲۵٪) ښاري او ۱.۵ میلیون ۴.۴٪) نور یې کوچیان دي.
دې ادارې دا هم ویلي، چې د ۱۴۰۱ ل .هـ کال د نفوسو اټکل ښيي، چې د نفوسو ۴۵،۵ سلنه له ۱۵ کلونو ل. عمر لري، ۴۹،۷ سلنه یې کاري عمرونه او ۲.۷ سلنه یې له ۶۴ کلونو ډېر عمر لري.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په ١٣٩٩ کال کې په هېواد کې ټولټال واردات ثبت شوي چې ارزښت يې ٦ ميليارده او ٥٣٨ ميليونه ډالره او ټول صادرات يې ٧٧٧ ميليونه ډالره و.
د دغې ادارې د څرګندونو له مخې: په تېر (۱۴۰۰) کال کې ټول ثبت شوي واردات ۵۳۰۸ میلیون ډالره او صادرات ۸۵۰ میلیون ډالره دي.
دغه اداره وايي، تېر کال (۱۴۰۰) ټول هېواد ته د ۵ میلیارده او ۳۰۸ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات ثبت شوي او ټول صادرات یې ۸۵۰ میلیونه ډالره وو.
دغې ادارې د ۱۴۰۰ وژونکیو ناروغیو احصایې هم له رسنیو سره شریکې کړې.
دې ادارې ویلي، په ۱۴۰۰ل.هـ کال کې د وژونکیو ناروغیو احصائې ښيي، چې د نري رنځ ۲۶۴۵۴ پېښې او د ۳ زره او ۷۶۹ د ایډز پېښې ثبت شوې دي.
د افغانستان د احصائې او معلوماتو ملي اداره وايي، تېر کال پر کرونا ویروس اخته ۱۹۹۹ کسان مړه شوي او ۸۲۳۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
تازه خبرونه
د پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
په سلګونو لارۍ، چې انټي بیوټیک، انسولین، واکسینونه، د زړه درمل او نور تجهیزات په کې دي؛ د تورخم، چمن او نورو بندرونو په ګمرکونو او زیرمو کې بند پاتې دي.
پاکستانيو رسنیو د صنعتي سرچینو د راپور له مخې څرګنده کړې؛ له افغانستان سره د لارو د بندېدا له کبله افغانستان ته د پاکستان د درملو صادرات بشپړ بند شوي، چې له کبله یې د دې صنعت نږدې ۲۰۰ میلیون ډالرو صادرات اوس له بشپړ زیان سره مخ شوي دي.
په سلګونو لارۍ، چې انټي بیوټیک، انسولین، واکسینونه، د زړه درمل او نور تجهیزات په کې دي؛ د تورخم، چمن او نورو بندرونو په ګمرکونو او زیرمو کې بند پاتې دي.
ځینو شرکتونو راپور ورکړی، چې د سلګونو میلیون روپیو ارزښت لرونکي توکي ځنډول شوي دي.
د پاکستان د درملو جوړونکو ټولنې استازو خبرداری ورکړی، چې دې بندېدا افغانستان او نورو سیمو ته صادرات ۱۰۰ سلنه اغېزمن کړي او شرکتونو ته یې نه جبرانېدونکي اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي.
دوی وايي، چې افغانستان د پاکستان ترټولو لوی ځمکنی سوداګریز ملګری دی او منځنۍ آسیا ته د ټرانزیټ یوه مهمه لار هم ګنل کیږي. د دې لارې بندېدا نه یوازې د درملو سوداګري اغېزمنه کړې، بلکې د سیمهییز اتصال پروژه( د پاکستان-ازبکستان-افغانستان اوسپنېپټلۍ ) یې هم له خطر سره مخ کړې ده.
د پاکستان تولیدوونکو له حکومت غوښتنه کړې، چې د بشري دلایلو له مخې د درملو لېږد ته بېړنۍ اجازه ورکړي او اندېښنه څرګندوي؛ د تودوخې له کبله شونې ده، چې حساس درمل؛ واکسینونه او انسولین خراب شي.
تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزیر د قزاقستان له ځانګړي استازي سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت ویاند ملپاسوال عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې توکوموف د افغانستان او قزاقستان تر منځ د دوهاړخېزې سوداګرۍ، اړیکو پراخولو او اوسپنېپټلۍ په ګډون مهمو اقتصادي پروژو له پلي کېدا ملاتړ څرګند کړ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ نن ( سېشنبه د لیندۍ اتلسمه) د دې وزارت وزیر سراجالدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره پر دوه اړخیز اړیکو خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ملپاسوال عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې توکوموف د افغانستان او قزاقستان تر منځ د دوهاړخېزې سوداګرۍ، اړیکو پراخولو او اوسپنېپټلۍ په ګډون مهمو اقتصادي پروژو له پلي کېدا ملاتړ څرګند کړ.
توکوموف د پولو د امنیت د پیاوړتیا، د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې او د ترکمنستان له لارې د اوسپنېپټلۍ د جوړولو په برخو کې د همکاریو ډاډ څرګند کړ.
ویل کیږي، چې سراج الدین حقاني د قزاقستان د همکارۍ له هڅو د مننې تر څنګ د دواړو هېوادونو اړیکې وستایلې او دا ډاډ یې څرګند کړ، چې افغانستان د امن، سوداګرۍ او پرمختګ پر لور روان دی او له قزاقستان څخه د ښه نیت او سیمهییزې همکارۍ توقع لري.
تازه خبرونه
چین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
په دې لیدنه کې چینايي ډیپلوماټانو په افغانستان کې د چین پانګهوالو له ستونزو سره د مخ کېدا موضوع وړاندې کړې او د اقتصادي اړیکو د بشپړې ژورتیا غوښتنه یې کړې ده.
د اسلامي امارت د صنعت او تجارت وزیر د چین له سفیر او تجارتي اتاشې سره د چینایي پانګهوالو د ستونزو د حل او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې چینايي ډیپلوماټانو په افغانستان کې د چین پانګهوالو له ستونزو سره د مخ کېدا موضوع وړاندې کړې او د اقتصادي اړیکو د بشپړې ژورتیا غوښتنه یې کړې ده.
نورالدین عزیزي د دېرو آسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې افغانستان له چینایي پانګهوالو سره د همکاریو د پراخولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
په دې لیدنه کې د چینایي پانګهوالو د ستونزو د حل او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر موضوعات بحث شوی دی.
چینايي ډیپلوماټانو هغه ننګونې پر ګوته کړې، چې د چین پانګهوالو پر وړاندې موجودې دي او د اقتصادي اړیکو د پوره پرمختګ غوښتنه یې کړې ده.
نورالدین عزیزي ویلي، چې افغانستان له چینایي پانګهوالو سره د همکاریو د پراخولو لپاره په بشپړه توګه چمتو دی.
د صنعت او تجارت وزارت مسوولانو ویلي، چې دا ناسته به د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره ښه زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د پراخېدا پر اړتیا ټینګار کوي او وایي، چې ټول سکټوري بنسټونه په ځانګړي توګه د صنعت او تجارت وزارت باید په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د ترسره کوونکو ستونزو ته لومړیتوب ورکړي.
د خصوصي سکټور غړي زیاتوي؛ هر څومره، چې د پانګونې د جذب بهیر پراخ شي؛ همغومره به د اقتصادي ستونزو د کمېدا زمینه برابره شي.
-
تازه خبرونه3 days agoاروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو دفاعي مسوولیت پر غاړه واخلي – امریکا
-
تازه خبرونه4 days agoپر سپین بولډک د پاکستان پوځیانو په برید کې د مرګ او ژوبلې شمېر ۱۰ کسانو ته لوړ شو
-
سوداگري1 day agoد پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
-
تازه خبرونه1 day agoچین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
-
توسعه4 days agoتوسعه: له پاکستان سره د سوداګرۍ لپاره د کابل شرطونه
-
تازه خبرونه2 days agoد م.م په دفترونو کې پر افغان ښځو کاري بندیز روان پاتې دی
-
تازه خبرونه2 days agoله نادولتي ښکېلو خواوو سره سیاسي تعامل اړین دی
-
تازه خبرونه2 days agoپه سيمهييزه نښلېدا کې د افغانستان پر ځانګړي رول د نړۍ تازه ټینګار څرګند شو
