تازه خبرونه
د افغانستان د بګرام هوايي اډې بېرته نهراکول به بدې پایلې ولري – ډونالډ ټرمپ
ټرمپ په “ټروټ” پاڼه کې لیکلي: “که افغانستان بګرام هغو خلکو ته بېرته نهورکوي، چې دا یې جوړ کړی؛ نو ډېره بده پایله به رامنځته شي.”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ بل ګواښ وکړ، چې که افغانستان د بګرام هوايي اډه بېرته امریکا ته ونهسپاري؛ نو “بده پایله” به رامنځته کړي او د اډې د بېرته نیولو لپاره د امریکایي سرتېرو د لېږلو امکان یې هم رد نکړ.
ټرمپ په “ټروټ” پاڼه کې لیکلي: “که افغانستان بګرام هغو خلکو ته بېرته نهورکوي، چې دا یې جوړ کړی؛ نو ډېره بده پایله به رامنځته شي.”
ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ ویلي وه: امریکا هڅه کوي د دې سټراټیژیکې اډې کنټرول بېرته ترلاسه کړي؛ ځکه، چې دا اډه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمې له بریدونو وروسته د امریکایي ځواکونو لهخوا کارول کېده.
بګرام د دوه لسیزو لپاره د امریکا پر مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه هوايي او نظامي اډه وه.
نوموړي د هغه څه په اړه، چې دا یې «بده پېښه» بولي؛ نور جزئیات ندي ورکړي.
هغه د جمعې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، چې هغه د دې موضوع په اړه له افغان چارواکو سره په خبرو اترو کې دی.
نوموړي د بایډن په دوره کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل «یوه بشپړه فاجعه» وبلله او د بګرام د پرېښودو پرېکړه یې په کلکه وغندله او وایي: «مونږ د بګرام اډه په وړیا توګه هغوی ته ورکړه؛ غواړو، چې دغه اډه بېرته تر لاسه کړو.»
اسلامي امارت د جمعې پر ورځ په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا پیل امکان رد کړ.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو درېیم رییس ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې د بګرام اډې په اړه د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې لیکلي، چې ټرمپ دا موضوع د مذاکراتو په چوکاټ کې راپورته کړې ده.
هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان خلکو هیڅکله د بهرني پوځي حضور ندي منلی؛ دا هغه دریځ دی، چې د دوحې د خبرو اترو او وروستي تړون پر مهال بیا تائید شو.
جلالي دا هم زیاته کړې، چې د افغانستان دروازې د ګډو ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ له واشنګټن سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو لپاره خلاصې دي.
د یادونې ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا اډه او نور پوځي تاسیسات، چې ډېری یې ویجاړ شوي وه؛ د اسلامي امارت لاس ته ولوېدل، ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسېده او په کابل کې د امریکا له ملاتړ برخمن حکومت سقوط وکړ. د اسلامي امارت چارواکو په هېواد کې د امریکايي ځواکونو له بیا شتون سره د ځان پر بیه مخالفت څرګند کړی دی.
