تازه خبرونه
د افغانستان د خپلمنځی خبرو پلاوي د اندونیزیا د عالمانو له مشر سره ولیدل
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي، چې د خبرو حکومتي پلاوي تېره شپه( یکشنبه د سلواغې ۵) د اندونیزیا د هېواد د محمدیه علماوو ټولنې له مشر او د ولسمشر پخواني مرستیال سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د محمدیه علماوو سازمان مشر یوسف کالا ویلي، چې په یوه اسلامي ټولنه کې تاوتریخوالی د سولې بهیر تر پوښتنې لاندې راولي.
دغه راز نوموړي څرګنده کړې؛ تمه ده، چې دواړه خبرې کوونکي لوري به د اوربند له منلو سره د رغنده خبرو له لارې سوله او امنیت تأمین کړي.
د حکوتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د دې پلاوي غړيو هر یوه سید سعادت منصور نادري، محمد ناطقي، شریفې زرمتۍ وردګ او باتور دوستم د محمدیه علماوو ټولنې له مشر او د اندونیزیا د ولسمشر له پخواني مرستیال یوسف کالا او ورسره پلاوي سره لیدلي دي.
د افغانستان د جمهوریت پلوي پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم د یوسف کالا له خبرو هرکلی کړی او څرګندوي، چې اوربند او اغېزناک مذاکرات د افغان پلاوي یو لومړیتوب دی.
نوموړي د اندونیزیا له رغنده هڅو مننه کړې او د افغانستان د سولې بهیر په ملاتړ کې یې د دوی د همکاریو غوښتونکی شو.
یادونې ده، چې د اندونیزا محمدیه علماوو ټولنې او د بنګله دېش علماوو څو میاشتې مخکې هم په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او د اسلام له ارزښتونو سرغړونه نومولې وه.