تازه خبرونه
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په کرکت شورا کې له فساده پرده پورته کړه
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د هېواد په کرکت بورډ کې له پراخ اداري فساده خبر ورکوي.
د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان کرکت بورد د روڼتیا، حسابورکولو او د اداري فساد پروړاندې د مبارزې کړنلارې نلري.
د دې ادارې څېړنې او موندنې ښیي، چې د افغانستان په کرکت بورډ کې د ګمارنې بهیر د پوښتنې وړ دی.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ موندنې ښیي، چې کرکت بورد د ښځو د کرکت د ودې او پراختیا لپاره که څه هم د نړیوالې ټولنې مرستې ترلاسه کړي؛ خو بریالی شوی ندی، چې ان د ښځینه لوبغاړیو لپاره فزیکي بېخبناوې چمتو کړي.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ ویلي، چې دغې څېیړنې ان څو میاشتې وخت نیولی؛ ځکه، چې د افغانستان کرکت لوبډله د معلوماتو په چمتو کولو کې زړه نازړه وه. همدا علت دی، چې معلوماتو ته د لاسرسي کمیسیون په دې اړه لاسوهنه کړې ده.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ اجرائیوي مشر سید اکرام افضلي ویلي: د افغانستان کرکت بورد له بېلابېلو مدیریتي ستونزو سره مخ دی؛ لومړۍ او خورا مهمه مسله د دې ادارې په مشرتابه شورا کې د ګومارنې د بهیر سیاسي کول او په اجراییه کچه کې تکراري بدلونونه دي.
په دې راپور کې د افضلي د څرګندونو له مخې ویل شوي؛ د افغانستان ولسمشر، چې د بورد د مشر د ټاکلو حق لري، په بورد کې د مشرتابه د بدلون لپاره په روڼتیا او حساب ورکولو کې پاتې راغلی او هیڅکله یې په مشرتابه کې د بدلون لامل ندی وړاندې کړی.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د څرګندونو له مخې، ولسمشر په تېرو شپږ کلونو کې څلور ځله د کرکت بورد مشر بدل کړی او هیڅ یو مشر یې هم پر فساد له تورنیدو پرته بل ښه ریکارد نلري.
په راپور کې راغلي؛ سربېره پردې حکومت د بورد له غړیو هیڅ راز کاري ارزونه هم نه ده ترسره کړې.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې په نورو هېوادونو کې د کرکت مشران د ټاکنو له لارې د درې یا پنځو کلونو لپاره غوره کیږي.
دې ادارې زیاته کړې، چې افغانستان په کرکت بورد کې اصلاحاتو ته اړتیا لري.
دغه بنسټ له ولسمشره د کرکت بورد په قانون کې د تعدیل غوښتنه کړې او د دې شورا غړیو ته دې کاري کلونه وټاکي او د دې ادارې د رهبرۍ په شورا کې د ګومارنې بهیر هم روښانه کړي.