تازه خبرونه
د افغانستان د زراعتي محصولاتو د سوداګرو صادراتي ستونزو ته دې پاملرنه وشي – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي په بېجنګ کې د چین بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره د لیدنې پر مهال پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د ټینګار تر څنګ ډاډ څرګند کړ، چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګزیر حجم د پام وړ کچې ته پورته شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د چین بهرنیو چارو له وزیر سره په ناسته کې هغې بین الحکومتي ستونزې ته نغوته(اشاره) وکړه، چې افغان سوداګر د هېواد د زراعتي محصولاتو او نورو توکو د صادراتو پر وخت ورسره مخ دي او په دې اړه یې د بین الحکومتي کمیسیون د ګډ کار غوښتنه هم وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي په بېجنګ کې د چین بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره د لیدنې پر مهال پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د ټینګار تر څنګ ډاډ څرګند کړ، چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګزیر حجم د پام وړ کچې ته پورته شي.
امیر خان متقي یو ځل بیا یادونه وکړه، چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې ونهکارول شي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي؛ د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ژمنه وکړه، چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ به روان ساتي او هڅه به کوي، چې د زراعتي محصولاتو او نورو افغان وارداتو په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.
دغه راز وانګ يي زیاته کړې، چې د افغانستان د ښه ګاونډي په حیث به چین د افغانستان په اقتصادي وده کې هېڅ راز همکارۍ ونهسپموي.
ویل کیږي، چې پاکستان، افغانستان او چین د یوې درې اړخیزې غیر رسمي ناستې په بهیر کې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، افغانستان ته د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) غځولو او سوداګرو ته د صادراتي آسانتیاوو د رامنځته کولو هوکړه هم شوې ده.