تازه خبرونه
د افغانستان د سرحدونو وزیر د ایران بهرنیو چارو له حقوقي مرستیال سره خبرې وکړې
د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې اړیکه کې دواړو خواوو د سرحدي همکاریو پر اړتیا او په ځانګړي توګه د سرحدي نښو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري د ایران بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو له مرستیال کاظم غریبآبادي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر سرحدي همکاریو خبرې کړې دي.
د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې اړیکه کې دواړو خواوو د سرحدي همکاریو پر اړتیا او په ځانګړي توګه د سرحدي نښو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.
دغه راز هوکړه وشوه، چې په دې اړه ګډې تخنیکي او حقوقي غونډې هم ترسره شي.
ویل کیږي، چې د دواړو خواوو د هوکړې له مخې به د ایران او افغانستان لوړپوړي سرحدي چارواکي راتلونکی کال په ایران کې یوه حقوقي ناسته ترسره کړي.