تازه خبرونه

د افغانستان د سرحدي نښو پر نويو کولو کار پیل شوی

Published

on

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت څرګنده کړی، چې له ۵ هېوادونو سره د افغانستان د سرحدي نښو او نښانونو د عصري کولو د پلان پر عملي کولو کار پیل شوی دی.

 د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چارسمبالي نورالله نوري د دوشنبې پر ورځ ( د زمري ۹ نېټه) ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم پر بنسټ د سرحدونو د بیاکتنې عالي کمیسیون په چوکاټ کې له ایران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او چین هېوادونو سره نښو او سمبولونو د نويو کولو پلان جوړ شوی دی.

 نورالله نوري زیاته کړې، چې په تېرو دوه کلونو کې د هېواد د پولو د ټاکلو او ټینګولو کار پر عصري بڼه پیل شوی او اوس د هېواد پولې د پخوا پر پرتله ډېرې خوندي دي.

دغه راز دغه وزارت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د زرګونه قومي مشرانو، مخورو او عالمانو په ګډون د قومونو ترمنځ د یووالي او پیوستون تر سرلیک لاندې ۳۴ لویې عامه غونډې هم جوړې کړې دي.

نوموړي څرګنده کړې؛ د قومونو او یو شمېر کورنیو ترمنځ د بېلابېلو مسایلو پر سر ۱۳۳ لویې  او ۳۰۰ وړې شخړې اوارې شوي، چې په کې ۶۹۱ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان دي.

نورالله نوري زیاته کړې، چې دغه وزارت له ټولو قومونو او قبایلو سره نږدې اړیکې لري؛ د هغو ستونزې اوري او حل کوي او د دوی پر هڅو په کاپیسا، ننګرهار، جوزجان او نورستان ولایتونو کې څو کلنو دښمنیو ته سوله‌ییز حل موندل شوی دی.

Trending

Exit mobile version