تازه خبرونه

د افغانستان د سویل خلکو په وروستیو ۴۰ کلونو کې یوه باراني میاشت تجربه کړه

Published

on

یوې امریکایي ادارې راپور ورکړی، چې د افغانستان سویل په تېرو ۴۰ کلونو کې له درې‌وو څخه یو باراني اپریل تجربه کړی دي.

د دوشنبې پر ورځ د غویی اووه‌لسمه د قحطۍ له وخت مخکې خبرداري سيسټم ادارې په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د اپريل اورښتونه د هېواد په شمالي، شمال ختيځو او لویديځو سيمو کې د کرنې د ودې لامل شوي؛ خو سېلابونو شاوخوا لس زره جريبه کرنيزه ځمکه په ځانګړي توګه د هېواد په ختيځو او سویل ختيځو سيمې کې له منځه وړې ده.

د راپور له مخې؛ وروستیو اورښتونو په ټول هېواد کې د څړځایونو له وضعیت سره مرسته کړې او د باراني څپرکي له پای ته رسېدو سره تمه ده، چې د حاصلاتو د فصل له پیلېدو سره به خوراکي توکو او عایداتو ته د کورنیو لاس‌رسی ښه او د کرنې په سکټور کې کاري زمینه برابره شي.

Trending

Exit mobile version