تازه خبرونه
د افغانستان د سیمه ییز نوښت غونډه د ۱۲ هېوادونو د ځانګړیو استازو او سفیرانو په ګډون ترسره شوه
د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت غونډه د دوشنبې پر ورځ (د سلواغې نهمه) د سیمې او ګاونډ هېوادونو د ځانګړیو استازو په ګډون په کابل کې جوړه او بریالۍ پای ته ورسېده، چې پایلي یې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي له رسنیو سره شریکې کړې.
په دې ناسته کې له اسلامي امارت سره د سیمې د هېوادونو د مثبتو تعاملاتو پر نوي پړاو، د سیمه ییزو همکاریو په ډګر کې همغږۍ، په سیمهییزه کچه د ګډې سیمه ییزې مفکورې رامنځته کولو او د ګډې همکارۍ ، د سیمې پر اقتصادي فرصتونو بحث او خبرې وشوې.
په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي اميرخان متقي د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د مثبتو او رغنده تعاملاتو لپاره د سيمهييزو همکاريو د پياوړتيا لپاره د سيمهييزې طرحې د جوړولو په باب خبرې اترې د دغې غونډې د ترسره کېدا اصلي موخه یاده کړې ده.
امیرخان متقي وايي: سیمهییزه همکاري په لاندې مهمو مسایلو متمرکزه کېدی شي؛ د سیمهییزو ګډو ګټو پر بنسټ د سیمهییزو متقابلو اړیکو او همکاریو د لارو چارو څېړنه، له افغان حکومت سره د مثبت او رغنده تعامل لپاره سیمهییزې متقابلې اړیکې، په سیمه کې له حقیقي او احتمالي ګواښونو سره مبارزه، د نرم اتصال او سخت اتصال لپاره داسې هڅې کول، چې زمونږ د سیمې د ټولو خلکو په ګټه د سیمهییز اقتصادي پرمختګ لامل شي.
د امیر خان متقي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت پالیسي پر اقتصادي پرمختیا راڅرخي او غواړي، چې د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ له مخې سیمهییز پیوستون ته زمینه برابره او د سیمې له هېوادونو سره د ګډو ګټو لپاره کار وکړي او د یوه سیمهییز دریځ په رامنځته کولو او له احتمالي او بالقوه ګواښونو سره مبارزه وکړي.
امیرخان متقي وایي؛ په څه کم دوه نیمو کلونو کې د افغان حکومت پالیسيو وښودله، چې عصري افغانستان له سیمې سره خپلې ګټې د ګټونکي میکانیزم په چوکاټ کې تعریفوي او وړاندیز کوي، چې د سیمې ټول لوبغاړي هېوادونه باید د صفر مجموعې اصول په نظر کې ونیسي او له همکاریو ډکه پانګونه له پامه ونه غورځوي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د افغانستان په اړه د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو موسسو لهخوا د بېلابېلو طرحو پر وړاندې کولو نیوکه کوي او وايي؛ دغو طرحو نسکورې پایلې لرلي، چې باید ترې ډډه وشي.
امیرخان متقي څرګنده کړې: که هغه د هېوادونو طرحې وي یا د نړیوالو ټولنو او یا د ځانګړیو سفیرانو هغه بهرنۍ نسخې دي، چې که هر نوم ورکړ شي؛ نسکوره پایله یې لرلې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د نورو ګټو، غوراویو، دولتي جوړښتونو او انکشافي موډلونو ته درناوی لري او په بدل کې له نورو هم تمه لري، چې د افغانستان ګټو، غوراویو او د حکومتدارۍ او پرمختګ موډل ته درناوی وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار کړی، چې تاریخي درسونو ته پرکتو باید تېرې ترخې تجربې تکرار نهشي.
د امیر خان متقي د څرګندونو له مخې؛ نن د افغان ولس له څه کم دوه لسیزو مبارزو او قربانیو وروسته افغانستان یو خپلواک، ازاد او خوندي هېواد دی او داسې حکومت کولی شي، چې د سیمې او نړۍ په ټولو مسایلو کې د افغانستان پر استازیتوب کار وکړي.
نوموړي له نورو هېوادونو هم وغوښتل، چې د سیمې د هېوادونو ته ورته تعامل ته راودانګي؛ د فشار هڅې دې نه تکراروي.
د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت په غونډه کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان د ګډون په اړه خوشبیني څرګنده کړې او څرګندوي، چې روسیه غواړي افغانستان د دې غونډې د بنسټیزو بحثونو برخه وي.
ضمیر کابلوف زیاته کړې؛ مونږ افغانستان ته د نویو سفیرانو راتګ افغانستان او هېوادونو ته یې د ستاینې وړ ګام ګڼو.
په کابل کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمی قُمي په دغه کتنه کې ویلي: نن مونږ د دې سیمې د خلکو استازي د کابل په بلنه سره ناست یوو. د خپلو حکومتونو تر منځ د مشورې له لارې د خیر او مصلحت د لارې موندلو هڅې کوو. راځئ داسې حرکت وکړو، چې افغانستان مو د پیوستون او نښلېدا محور وي.
په کابل کې د هند سفارت چارسمبالي په خپله وینا کې له افغانانو سره اړیکې تاریخي وبللې او پر هغو همکاریو یې ټینګار وکړ، چې د افغانانو په ګټه وي.
د هند چارسمبالي زیاته کړې، چې هېواد یې له افغانستان سره سوداګریزو اړیکو ته دوام ورکوي.
نوموړي دغه راز د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو پر زیاتوالي هم خبرې وکړې.
دغه راز په کابل کې د پاکستان سفارت چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني هم په سیمهییز اتصال کې د افغانستان رول مهم وباله او څرګندوي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه له اسلامي امارت سره خپلو مثبتو اړیکو ته دوام ورکړي.
نظاماني زیاته کړې، اسلامي امارت په امنیتي او اقتصادي برخو کې مثبتې لاسته راوړنې لري او د سترو اقتصادي پروژو د تطبیق لپاره د سولې او امنیت په فضا کې زمینه برابره شوې ده.
دغه راز په دوحه کې د افغانستان د سفارت مشر ډاکټر محمد نعیم وايي؛ د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت د ناستې موخه له اسلامي امارت سره د سیمې د هېوادونو د تعامل، د سیمه ییزو همکاریو په تړاو همغږي، د نوي پړاو رامنځته کېدا او پر سیمهییزه کچه د ګډو سیمهییزو اقتصادي اړیکو پراختیا ده.
محمد نعیم زیاتوي، اسلامي امارت په دې ناسته کې ګډون کوونکیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت له سیمې سره مثبتو اړیکو لرلو ته لومړیتوب ورکوي.
ویل کیږي، چې اسلامي امارت د سیمې هېوادونو ته دا پیغام رسوي، چې افغانستان د سیمهییز اتصال او سیاسي محورونو او سیمه ییزو نوښتونو لپاره په اقتصادي پروژو کې فعال حضور ته چمتو او لیواله دی.
تازه خبرونه
په سيمهييزه نښلېدا کې د افغانستان پر ځانګړي رول د نړۍ تازه ټینګار څرګند شو
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د دوهیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د فورم لومړۍ ورځ د نړۍ پر اوسنیو بحرانونو، د منځګړیتوب په برخه کې د قطر رول، د جګړه ځپلې غزې، اوکراین، سوډان، سوریې او نورو ګرمو نړیوالو مسلو را وڅرخېده.
د ۲۰۲۵ دوحې فورم د دوهیمې ورځې په درشل کې، چې نن له ۱۶۰ هېوادونو څخه د شاوخوا ۵۰۰۰ استازو په ګډون ترسره کیږي؛ د افغانستان د مخ پر ودې رول په اړه د نړۍ د تمرکز زیاتېدا ښیي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د دوهیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د فورم لومړۍ ورځ د نړۍ پر اوسنیو بحرانونو، د منځګړیتوب په برخه کې د قطر رول، د جګړه ځپلې غزې، اوکراین، سوډان، سوریې او نورو ګرمو نړیوالو مسلو را وڅرخېده.
د جلالي د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې نن د دوحې د روان فورم پر مهال د سیمې په نښلولو کې د افغانستان د رول په اړه یو ځانګړی وحث وشي. په دې ناسته کې به د افغانستان له لوري د درېیمې سیاسي څانګې رییس عبدالحی قانت، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمتالله ایرګاشیف او د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی فیصل بن عبدالله ګډون وکړي.
هغه ټینګار کړی؛ قطر په وروستیو کلونو کې د منځګړیتوب او شخړو د سولهییز حل یوه بریالۍ بېلګه وړاندې کړی، چې افغانستان یې څرګند بېلګه ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دوحې فورم له لوري د افغانستان موضوع ته د سیمې د نښلولو، پرمختګ او اقتصادي همکاریو په چوکاټ کې پاملرنه ښیي، چې نړیوال لید له پخواني امنیتي او بحراني روایت څخه د فرصت، پرمختګ او سیمهییزې نښلېدا پر لوري د بدلون په حال کې دی.
دا بدلون د افغانستان او ټولې سيمې لپاره د يوه نوي فرصت دروازه پرانيزي؛ هغه فرصت، چې د تعامل لپاره پاملرنه، ژورتيا او لرلید غواړي.
تازه خبرونه
پر سپین بولډک د پاکستان پوځیانو په برید کې د مرګ او ژوبلې شمېر ۱۰ کسانو ته لوړ شو
دا برید د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سعودي کې د سولې د خبرو اترو له نوي پړاو څخه دوه ورځې وروسته رامنځته شو، چې دواړه خواوو د اوربند پر دوام هوکړې وکړې.
سرچینې آریانا نیوز ته ويلي، چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ په برید کې پېنځه ملکي وګړي وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.
دا برید د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سعودي کې د سولې د خبرو اترو له نوي پړاو څخه دوه ورځې وروسته رامنځته شو، چې دواړه خواوو د اوربند پر دوام هوکړې وکړې.
په سعودي عربستان کې وروستۍ خبرې اترې د قطر، ترکیې او سعودي عربستان لهخوا په اوکټوبر کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې له مرګونو نښتو وروسته د تاوتریخوالي کمولو په موخه د ترسره شویو غونډو په لړ کې وروستۍ وې. د اوکټوبر په نښتو کې لسګونه کسان ووژل شول.
اسلامآباد ادعا کوي، چې په افغانستان کې میشتو وسلوالو په پاکستان کې وروستي بریدونه ترسره کړي دي.
کابل دا تور ردوي او وايي، چې د پاکستان دننه د امنیت د تامین مسوولیت نشي اخیستلی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني وروستیو بریدونو په اړه ویلي، چې افغان ځواکونو د دې بریدونو ځواب ورکړی دی.
تازه خبرونه
له بشپړ ډاډ پرته به له پاکستان سره سوداګریزې لارې تړلې پاتې وي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ټینګار کړی؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې پاکستان د سیاسي او اقتصادي فشار لپاره غیرقانوني وتړلې، چې “د دواړو خواوو خلکو ته یې پوره زیانونه واړول.”
د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو په اړه خپل رسمي دریځ څرګند کړ او وایي، چې دا لارې به یوازې هغه وخت پرانیستل شي، چې اسلامآباد د سیاسي او اقتصادي فشار د نهکارولو په اړه قوي تضمین وړاندې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ټینګار کړی؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې پاکستان د سیاسي او اقتصادي فشار لپاره غیرقانوني وتړلې، چې “د دواړو خواوو خلکو ته یې پوره زیانونه واړول.”
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: ” دا، چې افغانستان خپلې اساسي اړتیاوې له ډېرو نورو هېوادونو څخه ترلاسه کوي؛ نو اسلامي امارت پرېکړه کړې، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا او د دواړو خواوو د خلکو د هوساینې او د باعزته سوداګرۍ د ترسره کولو لپاره به له پاکستان سره سوداګریزې لارې یوازې هغه وخت پرانیستل شي، چې د پاکستان حکومت بشپړ ډاډ وړاندې کړي.”
نوموړی وایي، چې دا ډاډ او تضمین دې په راتلونکي کې د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه د دغو دروازو د کارولو مخه ونیسي؛ ځکه سوداګري د پاکستان او افغانستان د خلکو مشروع حق دی او باید زیانمنه نشي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې د دې پرېکړې بنسټیزه موخه د سوداګرو د حقونو ساتنه، د ټرانزیټي لارو ثبات او د خلکو له اقتصادي اړتیاوو سره د سیاسي کړنې مخنیوی دی.
ویل کیږي، چې د دې لارو د بیا پرانستلو لپاره هر ګام باید د متقابل احترام او تلپاتې همکارۍ پر بنسټ پورته شي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د جذام درملنه بیا پیل شوه
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي امارت او پاکستان د اوربند پر غځېدا هوکړه وکړه – رویټرز
-
تازه خبرونه5 days agoایراني ځواکونو ۱۰ افغانانو ته ځاني زیانونه واړول
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته له خپلو دروازو اجازه ورکړه
-
سوداگري5 days agoآریاناافغان او ترکش ایرلاینزهوايي همکاري پراخوي
-
تحول5 days agoتحول: د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سولې لپاره هڅې
-
تازه خبرونه5 days agoکابل او دوشنبې پر سرحدي او امنیتي همکاریو هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن شتون او حکومتي نظام له پیله د ناکامۍ په حال کې ول – سیګار
