تازه خبرونه
د افغانستان د شمال ګاونډ هېوادونه دې له کډوالو د ناوړه استفادې مخه ونیسي – اروپايي ټولنې

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د اروپايي اتحادیې چارواکو د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانستان له کډوالو سره د مرستې او سیاسي موخو لپاره د نه ګټې اخیستنې غوښتنه وکړه.
د افغانستان په تړاو د سیمې او نړۍ هېوادونو د ناستو په لړ کې دا دی دا ځل تاجکستان د مرکزي آسیا د بهرنیو چارو وزیرانو او اروپايي ټولنې استازیو کوربه دی.
په دغه ناسته کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر د قراقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیرانو او استازیو سره د افغانستان په تړاو لیدنه او خبرې کړي.
افغانستان هغه هېواد دی، چې د اقتصادي، بشري او مالي ستونزو په لومه کې را نغښتی او د هرې ورځې له تېریدو سره د خلکو د ژوندانه کړۍ نوره هم را تنګوي او کړاوونه یې زیاتیږي.
دغه راز په افغانستان کې روان وضعیت د سیمې او نړۍ د ناستو د خبرو محوري موضوع، چې تر اوسه پورې یوازې د خبرو په حد کې دي او هیڅ عملي بڼه او پایلې یې معلومې ندي.
په هغه ناسته کې، چې د مرکزي آسیا د بهرنیو چارو وزیرانو او اروپايي ټولنې د استازیو په ګډون د تاجکستان په کوربتوب جوړه شوې وه؛ د اروپايي ټولنې چارواکو د یادې ټولنې د یو میلیارډ یورو مرستې طرحه، چې له مخې به یې له افغانستان او ګاونډ هېوادونو سره د کډوالۍ چارې مدیریت او بشري مرستو په ترسره کولو کې مرسته وکړي؛ هم شریکه کړه.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل ویلي؛ په دغه ټولګه کې د خپل ګډون په تړاو خورا خوښ یم، مونږ غواړو، چې په افغانستان کې د رامنځته شوي وضعیت له کبله د چارو مدیریت په موخه خپلې هڅې زیاتې او همغږې کړو. که چیرې د مرکزي آسیا هیوادونه د اصلاحاتو او ډیموکراسۍ په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ وي، اروپايي ټولنه کولی شي په دغه برخه کې ورسره مرسته وکړي.
په دغه ناسته کې بورل د اروپايي ټولنې د یو میلیارډ یورو مرستې طرحه، چې له مخې به یې له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره د کډوالو چارو مدیریت او بشري مرستو ترسره کولو کې مرسته وکړي هم شریکه کړه.
جوزپ بورل وایي: زه پوره ډاډه یم، چې زمونږ وړتیا تر هغه اوچته ده، چې مونږ یې فکر کوو. مونږ اړتیا لرو، چې د سیمې په کچه خپلې همکارۍ لوړې او پراخه کړو او په سیمه کې یې پایلې د پام وړ کړو. مونږ هڅه کوو، چې په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو د دغه هېواد له خلکو سره خپلې مرستې او همکارۍ زیاتې کړو.
د مرکزي آسیا د بهرنیو چارو وزیران او د اروپايي ټولنې چارواکي په داسې حال کې د افغانستان د وضعیت په تړاو خبرې او خپلې اندېښنې څرګندوي، چې اوسمهال د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله د افغانستان خلک د ژوندانه تر ټولو سختې شپې او ورځې تېروي. دا، چې دا وضعیت به څومره دوام وکړي او پایلې به یې څه وي؛ هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځّواب کړي.
تازه خبرونه
امریکا د اسلامي امارت ځینو چارواکو ته د ویزو پر ورکولو بندیز ولګاوه

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او کار په وړاندې د پرلپسې بندیزونو او محدودیتونو په غبرګون کې د اسلامي امارت پر ځینو مشرانو د ویزو بندیز لګولی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي؛ واشنګتن به د اسلامي امارت د مشرانو، اشخاصو او د کورنیو پر غړیو بندیزونه تر هغې روان وساتي، چې د دوی دا کړنې به د پام وړ قیمت ولري او له نړیوالې ټولنې سره د دوی اړیکې څومره خرابوي.
هغه ویلي؛ د اسلامي امارت له لوري د ښځو او نجونو د زده کړې او کار د محدودولو له امله له یو میلیون څخه زیاتې نجونې او میرمنې له تعلیم څخه بې برخې او زیات شمېر ښځې بې روزګاره شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: مونږ دا اقدام کوو او دا محدودیت د طالبانو( اسلامي امارت) پر ځینو اوسنیو او پخوانیو غړیو، پر امنیتي ډلو او هغو کسانو لګوو، چې ګومان کیږي پر ښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو مسوول دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې څرګنده کړې؛ مونږ د دوی د عملونو له مخې قضاوت کوو، ځکه دوی په ملګرو ملتونو کې ندي پېژندل شوي او مونږ دلته په امریکا کې ندي پېژندلي.
اسلامي امارت وايي، د بندیزونو لګول به د افغانستان د ستونزو په حل کې مرسته ونکړي او نړۍ باید خپله تګلاره بدله او افغانستان منزوي نکړي.
اسلامي امارت د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو د بندیزونو زیاتول سمه پالیسي نده او د ستونزو په حل کې به مرسته ونکړي؛ ځکه له بندیزونو سره به افغانستان نور هم منزوي شي.
یو شمېر پوهانو ويلي، چې اسلامي امارت باید داسې پالیسي غوره کړي، چې داخلي ستونزې حل کړي او نړیواله ټولنه ورسره مثبت تعامل ولري.
د امریکا لخوا د اسلامي امارت د چارواکو پر سفر نوي بندیزونه په داسې حال کې لګول کیږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت د دیارلس چارواکو د سفر معافیت ندی تمدید کړی.
تازه خبرونه
د افغانستان دفاع وزیر د هېواد له پخوانیو جنرالانو سره وکتل

د دفاع وزارت له لوري نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي دفاع وزیر او د وسلوال پوځ ستر درستیز له پخوانیو جنرالانو او افسرانو سره په لیدنه کې د هغو د هراړخیزو ستونزو د حل ډاډ څرګند کړ.
په دې کتنه کې، چې پرون (چارشنبه، د سلواغې ۱۲ ) ترسره شوې؛ دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي؛ اوس ټول هدف سوله، امنیت او له ځمکني بشپړتیا دفاع ده او مونږ به په هر قیمت د دې اسلامي نظام د ساتنې هڅه کوو.
دفاع وزیر او د پوځ ستر درستیز قاري فصیح الدین فطرت څرګنده کړې؛ اوس ټول هدف سوله، امنيت او د ځمکنۍ بشپړتيا دفاع ده او مونږ بايد په هر قيمت دا اسلامي نظام وساتو.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په يادو پخوانيو پوځيانو کې بريد جنرال افضل امان، ډګرجنرال محمد زمان احمدزي، تورنجنرال شهرګل، تورن جنرال نبي الله، بريد جنرال فريد، ډګروال افندي او يو شمېر نور جنرالان او د قول اردو پخواني قومندانانو نومونه د یادونې وړ دي.
په دې کتنه کې مجاهد وویل، چې د دوی یوازنۍ موخه په هېواد کې د سولې ټینګښت او د تېرو زخمونو مرهم کول دي.
هغه وایي، چې د تعصب د ختمولو لپاره اخلاص او مينې ته اړتيا ده.
دفاع وزير د پخوانيو پوځي افسرانو ستونزې او وړانديزونه هم واورېدل او ژمنه يې وکړه، چې د هغوى ستونزې به حل شي. نوموړي دوی ته د امنیت ډاډ هم ورکړ.
تازه خبرونه
د امریکا استازي او پاکستانيو چارواکو د اسلامي امارت د ښځینهوو پر بندیزونو خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست پاکستان ته په دوه ورځني ( د سلواغې ۱۰ – ۱۱ ) سفر کې د جنرال سید عاصم منیر په ګډون له لوړ پوړیو چارواکو سره د ترهګرۍ او د اسلامي امارت د ښخینهوو پر تعلیمي بندیزونو خبرې کړي دي.
د امریکا سفیر د سې شنبې پر ورځ تویت کړی او د افغانستان په اړه یې د دوه ورځنیو ګټورو غونډو په لړ کې د پاکستان میلمه پالنه ستایلې ده.
ویست څرګندوي؛ هغه د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر، سفیر محمد صادق او د بهرنیو چارو له سکرتر اسد مجید خان سره لیده کاته کړي دي.
د دې لیدنو په لړ کې توماس ویست ویلي، چې دوی د تروریزم او امنیتي وضعیت، نړیوال یووالي اړتیا او د میلیونونو افغانانو حیاتي مرستو او تعلیم ته د لاسرسي په اړه د طالبانو ( اسلامي امارت) خطرناکو اغېزو په اړه خبرې وکړې.
د امریکا یاد استازي د ملګرو ملتونو دا کار مهم ګڼلی او له پلي کوونکیو څخه یې د ملاتړ غوښتنه هم کړې، چې د ښځینه مرستندویه کارکوونکیو او ښځینه زدهکړې په اړه د اسلامي امارت د بندیزونو د لغو کولو غوښتنه وکړه.
هغه ټینګار کړی، چې: له زړورو افغان ښځو سره مې وکتل؛ هغوی مهمې غوښتنې او نیوکې وړاندې کړې. په افغانستان کې چارسمبالې ښځې له کړاوونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د هغو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.
ویست ویلي؛ ښځې او نجونې، چې په کورونو کې محدودې دي، له سختو ذهني او رواني فشارونو سره مخ دي.
ویست پر زدهګړو او کار بندیزونه بې رحمانه برید ګڼلی او ډاډ ورکوي، چې د پاکستان ترڅنګ ولاړ یوو.
هغه دغه راز په پېښور کې د تروريستي بريد له کبله د زياتو بې ګناه خلکو پر وژل کيدو هم ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د رسنیو پر خپرونو د څار مشر عبدالحق حماد ويلي، د نجونو د زدهکړې مطلق بندول افراط دی او بې چوکاته بریښودل یې تفریط دی. د اسلامي امارت تګلاره د اعتدال پر بنسټ ولاړه ده او افراطیت نه مني.
-
نړۍ4 days ago
د پاکستان په یوه جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۱۹ لمونځ کوونکي وژلي
-
تازه خبرونه5 days ago
خصوصي پوهنتونونه دې د کانکور په ازموینه کې د نجونو له نوم لیکنې ډډه وکړي
-
تازه خبرونه2 days ago
د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون له زیانمنونکیو افغانانو سره خپلې مرستې روانې ساتي
-
نړۍ5 days ago
ایران پخپلې پوځي اډې د بې پیلوته الوتکې برید شنډ کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال شاخص کې له ډېرو هېوادونو مخکې شو
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان او روسیه به د اسلامي امارت د کړنو ارزونه وکړي
-
نړۍ3 days ago
د پېښور په جومات کې د چاودنې د قربانیانو شمېر ۸۷ کسانو ته ورسېد
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت دې ښځو ته د زدهکړو او کار اجازه ورکړي – د اسلامي همکاریو ټولنه