تازه خبرونه

د افغانستان د شوکاڼي صادرات بیا پیل شول

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۹, ۱۴۰۰

د افغانستان د صنعتکارانو ټولني غړيو ويلي، چې په دې وروستیو کې نه یوازې د سیمې یو شمبر هېوادونو ته زرګونه ټنه شوکاڼی یا تالک ډبرې صادرې شوي، بلکې هسپانیا او بریټانیا ته هم پېنځه سوه ټنه صادرات لرو.

د خصوصي سکتور غړي وايي که د اسلامي امارت لخوا د هېواد په کاني  سکتور کې د پانګونې آسانتیاوې  رامنځته شي؛ خصوصي  سکتور چمتو دی،  چې په دې برخه کې زیاته پانګونه وکړي.

د صنعتکارانو ټولنې  مشرعبد الجبار ساپی وایي: په دې وروستیو کې د افغانستان د شوړکاڼو صادارت، پاکستان، ترکیې، هندوستان، چین،هسپانیې او بریټانیا ته پیل شوي او هیله لرو، چې صادرات مو نور هم پراخ شي.

د کانونو او صنایعو خونې غړي وايي، چې  په افغانستان کې  د کانونو د ناقانونه کېندنې او استخراج  مخنیوي شوی؛ خو  که د کان کېندنې لپاره نوې او آسانه پالیسۍ جوړې شي،  په دې سکتور کې به ډېره پانګه جذب شي.

نوموړي ویلي: په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره په ډېرو برخو کې د کانونو پر ناقانونه استخراج او قاچاق بندیز رامنځ ته شوی؛ خو باید قانوني کارونو ته يي هڅې چټکې شي.

د اقتصادي  چارو کارپوهان هم له اسلامي امارته غواړي، چې د کانونو په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې د جذب بهیر پراخه کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي: د هېوادنیو کانونو استخراج کولی شي په هېواد کې تر یوه بریده اقتصاډي ثبات رامنځته کړي. هیله ده، چې اسلامي امارت دې سکتور ته خپله پاملرنه پراخه کړي؛ ځکه دا سکتور په هېواد کې د کار په رامنځته کولو کې ډېر اړین دی.

د امریکا د پراختیايي اداري لخوا د شوې سروې له مخې په افغانستان کې د درې ټریلیون ډالرو پر ارزښت کانونه شته، چې استحراج به یې د افغانستان اقتصادي بحران پای ته ورسوي او افغانستان به د صنعتي هېوادونو د سیالۍ ډګر ته ودروي.

Trending

Exit mobile version