تازه خبرونه

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د غویی شلمه د صادراتو د ملي ورځ ونوموله

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د غویی شلمه په هېواد کې د صادراتو د ملي ورځې په توګه ونوموله.

دغه وزارت نن (چارشنبه د غویی ۲۰ ) په ډاګه کړه؛ هڅه کوي، چې د دولتي ادارو او خصوصي سکتورونو پر ملاتړ او همغږۍ د صادراتو بهیر اسانه او صادرات زیات کړي.

د دغې اعلامیې له مخې؛ د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د هېواد له صادروونکیو څخه د ملاتړ او د هېواد د صادراتو د بهیر د لا زیاتې پیاوړتیا لپاره د غویی شلمه نېټه د هېواد د صادراتو د ملي ورځې په توګه نومولې ده.

د دغه وزارت چارواکو له دې مخکې د ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال په کلني راپور کې ویلي وه، چې په تېر کال کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادرات نږدې دوه میلیارد دالرو ته رسیدلي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ هڅې روانې دي، چې په روان کال کې د هېواد صادرات له دوه میلیارد دالرو ډېر شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په پام کې لري، چې غویی د میاشتې له ۲۱ تر ۲۵  د کابل په نړیوال نندارتون کې د صنعت اوونۍ د نمانځنې لپاره د تولیدي توکو او محصولاتو نندارتون جوړ کړي، چې موخه یې بازار موندنه، له سوداګرو سره لیدنه او له خپلو تولیداتو سره د خلکو آښنا کېدل دي.

Trending

Exit mobile version