تازه خبرونه
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د اسلامي همکاریو ټولنې له روغتیایي استازي سره وکتل
دواړو خواوو د لیدنې پر مهال په روغتیایي سکټور کې د اړیکو پر پیاوړتیا، د پاچا سلمان د بشري مرستو او همکاریو د مرکز (KSRelief) ملاتړ خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د راتلونکو روغتیایي پروګرامونو په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې پر ورځ (د وږي درېمه) په خپل دفتر کې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د روغتیایي همکاریو له استازي محمد سعید العیاش سره د روغتیا پر اړوند همکاریو خبرې کړې دي.
دواړو خواوو د لیدنې پر مهال په روغتیایي سکټور کې د اړیکو پر پیاوړتیا، د پاچا سلمان د بشري مرستو او همکاریو د مرکز (KSRelief) ملاتړ خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د راتلونکو روغتیایي پروګرامونو په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ټینګار کړی، چې روغتیایي مرستو ته لاسرسی د خلکو بنسټیز حق دی او روغتیایي سکټور باید له سیاست سره ونهتړل شي.
هغه دا هم ویلي، چې د نړیوالو مرستو د راجلبولو پر هڅو سربېره، کورني بودجه به هم د هېواد د روغتیایي سیسټم د پراختیا او معیاري کولو لپاره وکارول شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې وروستیو میاشتو کې پر یو شمېر لویو روغتیایی پروژو کار چټک پرمختګ کړی دی.
د اسلامي همکاریو ټولنې استازو د افغانستان د روغتیایي سیسټم د پراختیا او ښهکېدا لپاره د دې ټولنې ملاتړ او د اړیکو پراختیا ته خپله ژمنه څرګنده کړه.
