تازه خبرونه
د افغانستان د غالیو بازار سوړ شوی دی
د افغاني غالیو پلورونکیو ویلي، چې کار و بار یې کم شوی او نړیوالو بازارونو ته یې صادرات سخت شوي.
د دوي د څرګندونو له مخې، په سوداګریزو اړیکو کې محدودیت د غالیو صنعت ته زیان رسولی. مخکې به غالۍ نړیوالو بازارونو کې پلورل کېدې؛ خو اوس دا کار نه کیږي.
د غالیو پلورونکي وایي، چې اوس بهرنیو بازارونو ته د غالیو صادرات درېدلي او له دې کبله دوی ته تاوان اوښتی.
د غالیو پلورونکی شفیق الله وایي: اوسمهال مو سوداګریزې نړیوالې اړیکې ځنډېدلي او له همدې کبله مو ډېر زیان لیدلی دی. اوس مونږ نشو کولی، چې خپل تولیدات آسیایي او آروپایي هېوادونو ته صادر کړو.
د افغانستان غالۍ په نړیوالو بازارونو کې ډېر پلور درلود؛ خو اوس، چې له نړیوالو سره د افغانستان اړیکې محدودې شوي، صادرات یې هم اوس کم شوي دي.
د غالیو پلورونکی محب الله په دې اړه ویلي: مونږ اوس هم تولیدات لرو؛ خو پلور مو لږ دی؛ د ورځې مو درې – څلور غالۍ پلورلې. اوس په اوونۍ کې همدومره غالۍښ پلورو. داسمه ده، چې په امن کې یوو او جګړه او ځانمرګي بریدونه نشته؛ خو زمونږ غوښتنه له اسلامي امارت داده، چې بازار باید له لاسه ورنکړو؛ ځکه، چې غالۍ د افغانستان صنعت او هویت دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان سره د نړیوالو میلیارډونه ډالر مرستې ځنډېدلي او د افغانستان پیسې هم امریکا کنګل کړي دي او نړیواله ټولنه هم د اسلامي امارت له حکومت سره د اړیکو څرنګوالی ارزوي.