تازه خبرونه
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکیو دوه ورځو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن (پنجشنبه د وږي ۳) د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د بارانونو، بادونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وروستیو سېلابونو په پایله کې له ۱۸۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
د هوا پېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ختيځو، سویل ختيځو او شمال ختيځو ولايتونو کې د سختو اورښتونو او سيلابونو امکان شته.
د هوا پېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، بامیان، میدان وردګو، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، روزګان، کندهار، هلمند، دایکندي، غور او زابل ولایتونو کې د اورښت کچه له (۱۵ تر ۶۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
همدا راز د هرات، فراه او نیمروز په ولایتونو کې هم په دقیقه توګه له دوړو سره بادونه شته، چې سرعت یې په ساعت کې له (۲۰ تر ۶۰) کیلومترو پورې اټکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه وايي، د افغانستان او پاکستان له سېلاب ځپلو سره مرستې کوي.
د دې سازمان ویاند ټینګار کوي، چې ملګري ملتونه او د هغې د بشري مرستو شریکانو په اغېزمنو سیمو کې د اړتیاوو د پېژندلو لپاره د ارزونې ګومارلي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک ویلي: د افغانستان په څو ولایتونو کې وروستیو سیلابونو څه باندې ۸۲۰۰ کورنۍ زیانمنې کړي او د روان کال له پیله تراوسه ۲۵۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو او د هغې د بشردوستانه مرستو شریکانو د ارزونې ډلې ګومارلي، چې په اغېزمنو سیمو کې اړتیاوې وپېژني او خلکو ته لومړنۍ مرستې لکه خواړه، اوبه، خیمې، روغتیایي خدمتونه، رواني ټولنیز ملاتړ او نور اړین توکي چمتو کوي.
تازه خبرونه
د ځانګړیو ځواکونو لومړۍ دوره د ملي دفاع د وزیر په حضور کې فارغه شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت چارواکو نن (پنجشنبه د وري درېیمه) خبر ورکړ، چې د ملي دفاع وزارت اړوند ځانګړیو ځواکونو قومندانۍ له لومړۍ دورې څخه ۴۸۵ تنه مجاهدین له درې میاشتني عقیدوي، نظامي او مسلکي زدهکړو وروسته په یو لړ شانداره مراسمو کې فارغ شول.
د فراغت دغه مراسم د ملي دفاع د وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په شتون کې ترسره شول.
د ملي دفاع وزیر مجاهدینو ته په خطاب کې ویلي: ستاسې دغه ستړیاوې او تکلیفونه د یو لوی مقصد لپاره دي. هغه دا، چې د ګران هېواد پر پاکه خاوره شرعي نظام نافذ کړو او د اسلامي نظام پر وړاندې، چې هرڅوک بغاوت کوي؛ تاسې به یې مقابله کوئ.
محمد یعقوب د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې داسې ډاډ څرګند کړ: ولس ته وایم، چې دغه ځانګړي ځواکونه ستاسو د سر، مال او عزت ساتنه کوي او مونږ هېچاته اجازه نه ورکوو، چې ستاسې خوشحالي در څخه واخلي. تر هغې، چې ژوندي یوو د ولس ساتنه به کوو.
دغه راز د ځانګړې قطعې مرستيال مولوي مختار احمد عمري هم له مسوولينو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کې به له دې هم پیاوړی او قوي ځواک د اسلامي نظام او د هېواد د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره وروزو.
تازه خبرونه
افغان او ازبکستاني پلاوي د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ

کابل ته د ازبکستان هېواد راغلي لوړپوړي پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره پر اقتصادي او سیاسي وضعیت خبرې کړې دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیالۍ دفتر څرګنده کړې، چې ملا عبدالغني برادر له ازبکستانيو چارواکو سره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزيتي، اوسپنې پټلۍ او برښنایي پروژو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي؛ ازبکستان چمتو دی، چې د نړیوالو فورمونو پر مراعاتولو او له پرمختللې تکنالوژۍ کارولو له آمو سیند څخه د اوبو حق اخیستلو او په بشپړ ډول د افغانستان امتیازاتو او حقوقو ته په پاملرنه له اسلامي امارت سره د قوشتېپې کانال د بشپړولو په اړه کار وکړي.
ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ازبکستان هېواد له دې پلاوي سره بیا د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ترانزیت او اوسپنې پټلۍ په اړه خبرې کړې دي.
ملا برادر په دې ناسته کې ازبک لوري ته ډاډ ورکړ، چې قوشتېپې کانال به د افغانستان او ازبکستان تر منځ دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې او دغه دوه ګاونډ هېوادونه به نور هم سره نږدې کړي.
دغه راز په یاده خبرپاڼه کې راغلي؛ د قوشتېپې کانال به د افغانستان او ازبکستان تر منځ دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې او دغه دوه ګاونډ هېوادونه نور هم نږدې کړي. اسلامي امارت چمتو دی، چې د یوې ګډې هوکړې له لارې دغه حیاتي پروژه سرته ورسوي.
له دې سره بیا یاد ازبکستاني پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، تجارتي، اقتصادي او زراعتي مسایلو خبرې کړي دي.
ازبکستاني پلاوي هم ویلي، چې د نړیوالو فورمونو پر مراعاتولو او له پرمختللې تکنالوژۍ پر کارولو له آمو سیند څخه د اوبو حق اخیستلو او په بشپړ ډول د افغانستان امتیازاتو او حقوقو ته په پاملرنې له اسلامي امارت سره د قوشتېپې کانال د بشپړولو په اړه کار وکړي.
یاد پلاوي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره هم د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړیتا خبرې کړي دي. د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې په دې لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي وضعیت ترڅنګ پر کرنه هم خبرې شوې دي.
د سیاسي چار کارپوهانو هم د دواړه هېوادونو اړیکي اړینې بولي.
سیاسي شنونکی سید مقدم امین وایي: د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي، امینتي اړیکې او همکاري کولی شي پر دواړو هېوادونو سر بېره د سیمي پر اقتصاد، امنیت او سیاست هم مثبت اغېز وکړي.
دغه راز ازبکستاني پلاوي تېره ورځ د ملي دفاع وزارت له سرپرست ملا یعقوب مجاهد سره پر سرحدي مسایلو، امنیتي موضوعاتو او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.
تازه خبرونه
په فاریاب کې یوې مور د نوي کال څلور ماشومان وزېږول

د فاریاب ولایت سیمه ییزو چارواکو تائید کړې، چې یوې سیمه ییزې میرمنې له روغتیا برخمن څلور ماشومان زېږولي دي.
د فارياب ٢٠ بستريز نسايي ولادي روغتون داکتر ستار سليمي ويلي، مريم نومې مور د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د وري پر لومړۍ شپه يې خپله کورنۍ له درې هلکانو او يوې نجلۍ برخمنه کړه.
داکترانو ویلي، چې مور او ماشومان یې ټول ښه او له روغتیا برخمن دي.
د تېر کال د وروستۍ میاشتې په وروستیو ورځو کې هم په دغه ولایت کې یوې بلې میرمنې څلور اولادونه زېږولي وه.
-
لوبی2 days ago
له پاکستان سره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د سیالیو لوبغاړي په ډاګه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
یو آسترالیایي پخوانی سرتېری د جنګي جنایت پر تور ونیول شو
-
سوداگري5 days ago
د کندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په عوایدو کې ۴۸ سلنه زیاتوالی راغلی
-
نړۍ5 days ago
په اکوادور کې زلزلې ۳۹۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
-
نړۍ4 days ago
د شمالي کوریا مشر کیم اتومي برید ته د چمتووالي سپارښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
په تېر یونیم کال کې له ۵۰ څخه د ډېرو لرغونو آثارو د قاچاق مخنیوی شوی
-
تازه خبرونه2 days ago
په کابل کې له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
-
سوداگري4 days ago
د اړتیا وړ خوراکي توکو ګمرکي محصول ۷۰ سلنه راټیټ شوی