تازه خبرونه
د افغانستان د ولسي جرګې مشر پاکستان ته تلی
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د یکشنبې پر ورځ د غبرګولي ۹ د یو پارلماني پلاوي پر مشرۍ پاکستان ته تلی دی.
د افغانستان پارلماني پلاوی پاکستان ته له رسېدو سره سم د اسد قیصر له تود هرکلي سره مخ شوی دی.
ټاکل شوې د ولسي جرګې مشر او ورسره مل پلاوی یې نن (دوشنبه) په (پیکو) نومي اقتصادي ناسته کې ګډون وکړي.
په دې ناسته کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي او پارلماني اړیکو خبرې وشي.
میر رحمان رحماني پاکستان ته خپل سفر “مهم” وباله او وایي، چې هغه به د کوربه هېواد د اړیکو په نوي څپرکي کې پر مهمو سیاسي، فرهنګي مسایلو، سیمه ییز امنیت، د پارلماني اړیکو پر پیاوړي کولو او د سوداګریزو اړیکو پراخولو بحث او خبرې وکړي.
په ورته وخت کې د پاکستان د ولسي جرګې مشر اسد قیصر تېره میاشت کابل ته د امنیتي ګواښونو له کبله خپل سفر لغوه کړ او له غونډې پرته بېرته اسلام آباد ته راستون شو.
