تازه خبرونه
د افغانستان د وګړو نږدې ۶۳ سلنه له ۲۵ کلونو ټیټ عمر لري
د دې ادارې د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ ۹ اعشاریه ۲ میلیون کسان په ښارونو او ۲۵ میلیون کسان په کلیو کې ژوند کوي.
د دوشنبې پر ورځ ( د زمري دوهویشتمه) د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په ایکس پاڼه کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی، چې د افغانستان د وګړو نږدې ۶۳ سلنه له ۲۵ کلونو ټیټ عمر لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د احصائې او معلوماتو ملي ادارې په دې وروستیو کې د هېواد د ټولو وګړو شمېر ۳۵ اعشاریه ۷ میلیون اټکل کړی او ویلي یې دي، چې ۱۸ اعشاریه ۲ سلنه یې نرینه او ۱۷ اعشاریه ۵ سلنه یې ښځینه دي..
د دې ادارې د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ ۹ اعشاریه ۲ میلیون کسان په ښارونو او ۲۵ میلیون کسان په کلیو کې ژوند کوي.
د احصائې او معلوماتو ملي ادارې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې د افغانستان وګړي ۳۴ اعشاریه ۹ میلیون اټکل کړی و.
له دې وړاندې د نړیوالو بنسټونو د ترسره شویو سروې ګانو له مخې؛ د افغانستان نفوس څه باندې ۴۰ میلیونه کسانو ته رسېږي.
اړوند خبرونه:
د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د افغانستان نفوس ۳۵ اعشاریه ۷ میلیون اټکل کړ
په افغانستان کې ۲۱ میلیون وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري – اوچا
